انډپینډنټ: عبدالله په ټاکنو کې د ایران د سپاه پاسدارانو بشپړ ملاتړ درلود

 

تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: انډیپنډنټ وځپاڼې په یو تازه راپور کې ویلي، په داځل انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلګۍ مالي ملاتړ د ایران سپاه پاسدارانو کړی او هغه د موازي حکومت په اعلانولو سره سیاسي انتحار ترسره کړ.

ورځپاڼه وایي، د ټاکنو پایلې فقط دې خبرې ځنډولې وې چې اشرف غني ویلي وو له هر چاسره به جوړجاړی وکړي او.واک کې به برخه ورکړي، مګر له عبدالله سره معامله نه کوي.
ورځپاڼه وایي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي دي چې د میزان د شپږمې په ټاکنو کې د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران د عبدالله په مشرۍ د جهادي ډلو ملاتړی و.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو له قوله وایي، ثبات او همپالنې له ایراني سپاه پاسدارانو څخه د اشرف غني د لومړنیو پایلو له مخې د بریا په ترڅ کې د بغاوت او تاوتریخجنو لاریونو لپاره هم مرسته غوښتې او ترلاسه کړې وه.

ورځپاڼه وایي، له دې کبله د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره میاشت عبدالله ته زنګ وهلی او خبرداری یې ورکړی و چې ایراني سپاه پاسداران او د ده ډله دې په ټاکنو کمېسیون کې لاسوهنه بنده کړي او ژر تر ژره دې د خپلو لاریونونو مخه هم ونیسي.

ورځپاڼه وایي، د عبدالله په پلوۍ د نهایي پایلو له اعلان وروسته خلک ځکه راونه وتل چې نوموړي په خپل څنګ کې ګڼ جهادي مشران نیولي او درولي دي چې خلک ورسره مینه نه لري.

بلخوا د عبدالله ټاکنیزې ډلې د دغو تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.