انتوني بلینکن: د سرتېرو وتلو سره د اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي

 

تاند (پنجشنبه د حمل ۲۶) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، دوی پرېکړه کړې ده چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو په خبره یې دا په دې مانا نه ده چې د ځواکونو له وتلو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې ختمې شي.

بلینکن له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي، د سرتېرو تر وتلو وروسته به د اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي او په بېلو برخو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوام پیدا کوي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن پنجشنبه کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن او ورسره پلاوي سره لیده کاته کړي.

د خبرپاڼې له مخې دغه لیدنه چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، ولسمشر غني له ترهګرۍ سره پر مبارزه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا پرېکړې ته درناوی کوي.

د یادونې ده چې بلینکن نن په یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلی او ټاکل شوې چې د ولسمشر غني سربېره به له یو شمېر افغان چارواکو سره لیده کاته وکړي.

دغه راز نوموړی به د ورځې په پای کې یوې خبري ناستې ته د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو په هکله وینا وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.