امین: له پولیسو نه اردو ته د کابل د دروازو د امنیت سپارلو بهیر پيل شو

 

دازادی راډیو

د کابل امنیه قومانداني ملي اردو ته د کابل دروازو د امنیتي مسؤلیت د سپارولو خبر ورکوي.

که څه هم د کابل اوسېدونکي په ښار کې د ارامۍ احساس نه کوي، خو امنیتي مسؤلین وايي چې د امنیت د لا ښه ټیګېدو په هدف د کابل دروازو امنیتي مسؤلیت ملي اردو ته سپاري.

د کابل امنیه قوماندان داود امین له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه لړۍ یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې او تر یوې میاشتې پورې به بشپړه شي.

د ښاغلي امین په خبره دغه اقدام د لوړو امنیتي ګواښونو، په پولیسو کې د فساد د موجودیت او د زورواکو په وړاندې د ښئ درېدنې په هدف شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې تراوسه د څلورو دروازو امنیتي مسؤلیت اردو ته سپارل شوی او تر راتلونکې یوې میاشتې به دغه لړۍ بشپړه شي.
نوموړي زیاته کړه:

“څلور دروازې فعلاً تسلیم شوي دي، دا لړۍ روانه ده، د لوړو امنیتي ګواښونو موجودیت ته په کتو اړینه وه چې ملي اردو فعالیت وکړي، ځکه که زورواکي وسلې، وسایل او وسایط کابل ته لېږدوي اردو کولای شي چې مخه یې ونیسي.”

ښاغلي امین دغه اقدام د امنیتي پلان یو برخه وګڼله.

نوموړي دغه شان وویل چې د شین کمربند او دغه شان د ابي او ژېړو کمربندونو پر جوړولو هم چې د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت ټینګښت په کې شامل دی کار روان دی.

د ښاغلي امین په خبره د دغه طرحې په عملي کېدو به د کابل ښار امنیت ښه شي.

د کابل له دروازو نه ښار ته پر چاوېدونکو توکو د بار موټرو او په وسلو د سمبالو مخالفیونو ننوتل هغه انتقادونه دي چې تل د کابل ښار د اوسېدونکو له خوا مطرح شوي دي.

له دې وړاندې د شمالي دروازې پرته د کابل درې دروازې په بېلابېلو تخنیکي وسایلو سمبال شوي چې کولای شي کابل ښار ته د هر ډول چاودېدونکو توکو او وسلو د رادننه کېدلو مخه پرې ونیول شي.

د کابل د امنیه قوماندان په خبره کابل د څلورو اصلي دروازو سربېره د موټرو د رادننه کېدو ۱۲ او د پلو کسانو د تګ راتګ ۲۶ فرعي دروازې لري.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې ملي اردو ته د کابل د دروازو د امنیت سپارل د افغان ځواکونو ترمنځ نه همغږي رامنځته کولای شي.

د پوځي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، د ملي اردو دنده له ځمکنۍ بشپړتیا نه ساتنه ده نه د موټرو پلټنه.
نوموړي زیاته کړه:

“دا چې دا مسؤلیت یې اردو ته وسپاره په حقیقت کې د پوځي قوت یوه برخه یې مصروفه کړه، دا سم پلان نه دی، قوتونه کمزوري کوي، حد اقل په څلورو دروازو کې یو کنډک ځای پرځای کېږي چې دغه کنډک کولای شي د یوې ولسوالۍ جنګ مخ ته یوسي.”

د ښاغلي امرخېل په خبره، د دې پر ځای لازمه وه چې پر پولیسو لا ډېره پانګونه شوې وای هغوی په پرمختللو وسایلو سمبال شوي او په سمه توګه د کابل دروازو د کنټرولولو جوګه شوي وای.

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.