امریکا ۱۵ استخباراتي متخصصان د یوه کلن ماموریت لپاره افغانستان ته رالېږي

 

تاند- د امریکا د ملي ګارډ ۱۵ غړي د یو کلن ماموریت لپاره افغانستان ته لېږل کېږي. دا پنځلس تنه اوس د متحدو ایالتونو په یوتا ایالت کې روزل کېږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د روزنې لپاره شمالي کارولینا ته د یوتا ایالت د استخباراتو د 142 کنډک د دغو پنځلس غړیو د لېږلو لپاره د پنجشنبې په ورځ /دسمبر۲۸/ ځانګړي مراسم جوړ شي.

ډګرجنرال سټیون فیربورن اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، افغانستان ته د یوتا ایالت د ملي ګارد د دغو ځواکونو د لېږلو هدف دا دی چې له یاغیانو سره د جګړې د میدان په اړه معلومات ټول او له تجزیې او تحلیله وروسته له امریکايي پوځیانو سره مرسته وکړي.

سره له دې چې ډګرجنرال قیربورن افغانستان ته د دغو ځواکونو د لېږلو د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل، خو یادونه یې وکړه چې دا پوځیان به افغانستان ته تر لېږل کېدو وړاندې د څو اوونیو لپاره په شمالي کارولینا ایالت کې د زده کړو لپاره ځای پر ځای شي.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال ویلي و چې په افغانستان کې د جګړې د انډول د بدلولو لپاره به د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو د زیاتولو ترڅنګ یو لړ اقدامات وکړي.

امریکا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د افغانستان هوايي ځواک ته د جنګي او ترانسپورتي الوتکو د ورکولو او د پېلوټانو د روزلو ژمنه هم کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.