امریکا په افغانستان کې د پاکستان د «منفي رول» په خاطر له اسلام اباد سره پر اړیکو بیاکتنه کوي

 

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، واشنګټن به په تېرو شلو کلونو کې د پاکستان د رول په اړه څېړنه وکړي.

بلینکن چې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په خاطر د کانګریس د غړیو له غوسې سره مخامخ دی، پرون / دوشنبه وویل، د امریکا حکومت به په راتلونکو اوونیو کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د پاکستان د عزایمو په اړه څېړنې وکړي.

ښاغلي بلینکن، چې د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته حاضر شوی و، وویل، پاکستان په افغانستان کې ګڼې ګټې لري چې ځینې یې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي.

ده زیاته کړه «یوه مسله د افغانستان د راتلونکې په اړه د دوی دوه مخې لوبه ده، بله د طالبانو غړیو ته د پناه ورکولو مسله ده…. یوه مهمه مسله هم دا ده چې له تروریزم سره په مبارزه کې یې له موږ سره متفاوتې همکارۍ لرلي دي.»

ده د کانګریس د استازو جرګې د غړیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو د بیاکتنې وخت نه دی راغلی، وویل چې دا کار به ژر وشي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه «دا کار به په راتلونکو څو ورځو یا څو اوونیو کې وکړو او دا کار د هغه رول په خاطر کوو چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې لوبولی او هغه رول په خاطر دی چې موږ غواړو په راتلونکو کلونو کې یې ولوبوي.»

د استازو جرګې غړیو له بلینکن څخه په کلکه وغوښتل چې پاکستان دې له ناټو دباندې د امریکا د مهم متحد له لیسته وباسي.

حاضردمه پاکستان له ناټو دباندې د امریکا او ناټو یو مهم متحد ګڼل کېږي.

بلینکن د افغانستان د حکومت د ناببره نسکورېدو او له افغانستانه د امریکايي اتباع او نورو په ایستلو کې د ستونزو په خاطر د استازو جرګې د غړیو له توندو پوښتنو سره مخامخ شو.

د استازو جرګې د ټکساس ایالت دیموکرات غړي جاکیون کاسترو له بلینکن څخه وپوښتل چې پاکستان په کلونو – کلونو د طالبانو ملاتړ وکړ او د هغو مشرانو ته یې پناه ورکړه، ایا اوس هغه وخت نه دی راغلی چې له پاکستان سره پر اړیکو له سره کتنه وشي او د ناټو د متحد نوم ورڅخه واخیستل شي؟

ده وویل«د هغه دلیل په خاطر چې تاسو او نورو یې یادونه وکړه، دا یو له هغو مواردو څخه دی چې موږ به په راتلونکو ورځو او اوونیو کې پرې غور وکړو.»

بلینکن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له دې خبر و چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني غواړي چې له هیواده ووځي؟ وویل «ما د اپریل د ۱۴ مې په شپه له اشرف غني سره خبرې وکړې، راته ویې ویل چې تر مرګه جګړې ته دوام ورکوي. زه د غني له دې پلانه نه وم خبر چې له هیواده وځي.»

د کانګریس د اروپا، ایروایشیا او انرژۍ د فرعي کمېټې مشر بیل کیټینګ دې ته په اشارې چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې ورته ځوروونکې دي، وویل اسلام اباد په ټولو حسابونو له څو لسیزو راهیسې د افغانستان په چارو کې منفي رول لوبولی دی.

«دوی طالبان جوړ کړل، نوم یې پرې کېښود او په ۲۰۱۰ کې یې په پاکستان کې دننه د هغوی په بیا منظمولو کې مرسته وکړه او آی ایس آی له حقاني شبکې سره، چې د امریکايي پوځیانو په وژنو کې لاس لري، ټینګې اړیکې لری.»

کیټینګ دا هم وویل چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د طالبانو په واک ته رسېدا خوشالي وکړه.

ده هم له پاکستان سره د امریکا په اړیکو کې د بیاکتنې غوښتنه وکړه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.