امریکا پاکستان ته، د افغان سولې ملاتړ جاري وساتئ

 

تاند

امریکايي چارواکو له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ ته دوام ورکړي او د سختدریځو له ملاتړه لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د بهرنیو چارو مرستیالې الیس ویلز دا غوښتنه پرون په واشنګټن کې وکړه.

مایک پامپیو وویل چې د ټرمپ د حکومت په دوره کې امریکا خپلې پوځي همکارۍ یوه نوي پړاو ته رسولي او د پاکستان له لوري په سیمه کې د تروریزم د نه منلو وړ ملاتړ په وړاندې یې خورا سخت دریځ غوره کړی دی.

غونډې ته د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز وویل چې له پاکستان سره د دوی د تماسونو تمرکز تر ډېره په دې دی چې اسلام اباد د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي او په خپله خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو پر ضد د کلکو اقداماتو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د تېر کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي په قطر کې له طالبانو سره شپږ ځلې خبرې کړي او دواړه خواوې وايي چې په خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

خو له دې سره سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالبانو سره د سولې د اووم پړاو تر پیلولو مخکې د افغانستان په قضه کې د نفوذ لرونکو هیوادونو له چارواکو سره لیدنې کتنې کوي او هغوی هڅوي چې له خپل نفوذ څخه په استفادې په افغانستان کې له سولې سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې الیس ویلز نن د امریکا د استازو جرګې د اسیا، پسفیک او د اتومي وسلو د نه خپرېدو په فرعي کمېټې کې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بودجې په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

ویلز د واشنګټن غونډې ته وویل، له پاکستان سره اړیکې ورته تر ټولو پېچلې او تر ټولو له عواقبو ډکې دي.

مېرمن ویلز همداراز وویل چې له پاکستان سره د اتومي وسلو د نه خپراوي په برخه کې د دوی تماسونه هم ډېر حساس دي.

د الیس ویلز په وینا امریکا د پاکستان له لوري د ځینو ځانګړو اتومي وسلو او د دغو وسلو د توغولو سیستمونو ته د انکشاف په ورکولو اندېښنه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.