امریکا وايي، تر هغو له طالبانو سره خبرې نه کوي چې دا ډله له افغان حکومت سره نه وي ږغېدلې

 

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو له طالبانو سره مخامخ خبرې رد کړې، ویې ویل، تر هغو چې طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرې نه وي پیل کړي، امریکا به له دې ډلې سره ونه ږغېږي.

د امریکايي ورځپاڼې اکانومیک ټایمز د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ دا اعلان وروسته له دې وکړ چې په حیرانوونکي ډول یې له شمالي کوریا سره د دغه هیواد پر اتومي لانجې خبرو ته تیاري وښوده.

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا یوې جګپوړې دیپلوماتې الیس ویلز په واشنګټن کې د سولې انستیتیوت ته په وینا کې وویل«ښکاره ده چې د شمالي کوریا او افغانستان د حالاتو ترمنځ هیڅ ورته والی نشته. شمالي کوریا مخکې تر دې چې ولسمشر ټرمپ ورسره خبرو ته تیاري وښيي له جنوبي کوریا سره خبرې کړي دي. نو څه چې موږ یې په افغانستان کې په لټه کې یوو دا دي چې یاغیان باید له یو بل او نورو اړوندو خواوو سره خبرې وکړي. موږ په دې دریځ کلک ولاړ یوو.»

مېرمن الیس ویلز، چې د امریکا د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیالي په غاړه لري، اوس د افغانستان په اړه د امریکا اصلي پالیسي جوړوونکې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني لس ورځې وړاندې طالبانو ته د سولې نوي وړاندیزونه وکړل.

طالبانو تراوسه پورې د ولسمشر غني وړاندیزونه رسماً رد کړي نه دي.

دې ډلې تر دې پخوا تل ویلي چې د افغانستان له حکومت سره نه ږغېږي خو له امریکا سره خبرو ته تیاره ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.