امریکا وايي، افغانستان ډاډ ورکړی چې له تسلیم شویو داعشیانو سره به د جنګي اسیرانو په څېر چلند کېږي
تاند- د امریکا متحد ایالتونه وايي، افغانستان ورته ویلي چې د داعش له تسلیم شویو غړیو سره به د جنګي اسیرانو په شان چلند کوي.
د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل وویل، افغان چارواکو د اسلامي دولت (داعش) د ګڼ شمېر غړیو تسلیمېدا تایید کړې ده.«د افغانستان حکومت ډاډ راکړی چې د اسلامي دولت له جګړه مارو سره به د جنګي اسیرانو په شان سلوک کېږي.»
ده همداراز وویل چې له داعشیانو څخه به تحقیقات وشي او د جنګي جنایتونو حساب به ورسره وشي.
لوېدیځ هیوادونه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو ټینګار کوي خو د داعش لپاره، چې په بې رحمۍ کې نوم لري، د پخلاینې لار بنده بولي.
دې ډلې پر بېګناه خلکو ګڼې خونړۍ حملې کړي چې وروستۍ یې د ګردېز پر یوه جومات وه چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۳۹ تنه شهیدان او ۸۰ نور ژوبل شول.
د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د طالبانو او داعش ترمنځ له جګړې وروسته شاوخوا ۲۵۰ داعشي جګړه مار د افغانستان حکومت ته تسلیم شول.
نظرات بسته شده است.