امریکا د پاکستاني طالبانو د مشر په ګډون ۱۳ کسان “نړیوال ترهګر” وبلل

دآزادی راډیو

د امریکا متحده ایالاتو د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي محسود په ګډون د بېلابېلو ترهګریزو ډلو ۱۳ کسان “نړیوال ترهګر” بللي او پر دوی یې بندیزونه لګولي دي.

په دغو کسانو کې د پاکستاني طالبانو پر مشر سربېره د فلسطین د حماس ډلې یو قوماندان مروان عیسی، د فلسطین اسلامي جهاد ډلې د سرمنشي مرستیال محمد الهندي او د دغې دلې د نظامي شورا غړی بهار ابو العطا، د لبنان د حزب‌الله جهادي شورا لوړپوړي مشران او غړي علي کرکي، محمد حیدر، فواد شکور او ابراهیم عقیل شامل دي.

پاتې یې د اسلامي دولت یا داعش مشران او غړي دي.

د حماس ډلې یو شمېر جنګیالي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا کسان د سې شنبې په ورځ ناوخته په داسې حال کې نړیوال ترهګر بللي او بندیزونه‌یې پرې لګولي چې دا هېواد نن (چهارشنبه د سپټمبر ۱۱مه) په امریکا کې د خونړیو بریدونو ۱۸مه کلیزه لمانځي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، “دغه کسان له دې امله نړیوال ترهګر بلل شوي ترڅو د دوی د ترهګریزو پېښو د پلان او حملو مخه ونیول شي. په امریکا کې د دغو ټولو کسانو پر جایدادونو بندیز لګېدلی او خلک باید له دوی سره له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي.”

د تحریک طالبان پاکستان اوسنی مشر مفتي نور ولي محسود په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د دغه ډلې د پخواني مشر ملا فضل‌الله تر وژل کېدو وروسته د دغې ډلې مشر وټاکل شو.

د پاکستاني طالبانو د ډلې پخوانی مشر ملا فضل‌الله د دغې ډلې له یو شمېر جنګیالیو سره
د پاکستاني طالبانو د ډلې پخوانی مشر ملا فضل‌الله د دغې ډلې له یو شمېر جنګیالیو سره
له بلې‌خوا بیا د امریکا د خزانې محکمې هم د ایران د سپاه پاسداران د ځینو غړو په ګډون د حماس، القاعده او داعش پر ۱۵ کسانو بندیزونه هم لګولي دي.

د امریکا د خزانې محکمې په یوه بیان کې ویلي چې دا بندیزونه‌یې په دې وروستیو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوه فرمان پر بنسټ لګولي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.