“امریکا د افغانستان پر ټاکنیزو ادارو د هرډول سیاسي فشار مخالفه ده”

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي، واشنګټن د افغانستان په انتخاباتي کمیسیونو کې د هر ډول لاسوهنې او پر دغو کمیسیونو د سیاسي فشار راوړلو مخالفه ده.

اغلې وېلز کابل کې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د انتخاباتي کمیسیونونو له چارواکو سره کتلي دي.

د جَنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال وزیرې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې امریکا د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي څو هغوی په خپلواکه توګه باوري ټاکنیزه پروسه مخته یوسي.

During my meetings w/ @AfghanistanIEC & @ECCAfghanistan officials, I expressed continued US support for their efforts to independently lead a credible electoral process. We oppose any political interference or pressure on their vital work.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وار وار ټینګار کړی چې دوی یواځې د بیومټریک معلوماتو لرونکې رایې قبلوي او خپل کار ته به په خپلواکه توګه دوام ورکوي.

اغلې وېلز د ټاکنو کمیسیون دا دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې دا کار به ډاډ زیات کړي او د باور وړ نتیجه به منځته راوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې پرون د انتخاباتي کمیسیونو له غړیو سره لیدلي او هم یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره جلا غونډې کړي.

په دغو لیدنو کې د افغانستان د سولې او انتخاباتو په اړوندو مسایلو بحث شوی دی.

پرون ارګ ماڼۍ لیکلي و چې ولسمشر اشرف غني له اغلې وېلز سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې د انتخاباتي کمیسیونونو پرېکړو ته دې درناوی وشي او هیڅ کاندید دې له وخت مخکې د بریا ادعا نه کوي.

مېرمن وېلز د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي چې امریکا له شفافو انتخاباتو چې نتایج یې د انتخاباتو د قانون او لوایحو په اساس اعلانیږي، ملاتړ کوي.
مېرمن وېلز د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي چې امریکا له شفافو انتخاباتو چې نتایج یې د انتخاباتو د قانون او لوایحو په اساس اعلانیږي، ملاتړ کوي.
له میرمن ویلز سره د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د لیدنې په اړه د ښاغلي عبدالله مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل:

“مېرمن الیس وېلز په صراحت سره اعلان وکړ چې امریکا متحده ایالتونه له شفافو انتخاباتو او داسې انتخاباتو چې نتایج یې د انتخاباتو د قانون او لوایحو په اساس اعلانیږي، ملاتړ کوي. هغې له کمیسیون څخه هم وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې خپل استقلالیت او شفافیت وساتي. له بلې خوا اجراییه رییس هم ټینګار وکړ چې شفاف او عادلانه انتخابات کولی شي، یوه با ثباته افغانستان ته د هیله مند کېدو لار پرانیزي.”

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او تمه ده راتلونکي شنبه یي لومړنۍ پایلې اعلان شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.