امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته ۷ جنګي الوتکې ورکوي

 

تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره به ژر افغانستان ته ۷ جنګي الوتکې ورکړي.

پینتاګون وايي چې افغانستان ته دا (اي سي ۲۰۸) جنګي الوتکې به په ۳ میاشتو کې ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د دغو الوتکو لومړۍ راتلونکې میاشت افغانستان ته راورسېږي او د مارچ تر پایه به نورې هم چمتو شي.

د امریکا دفاع وزارت همداراز ویلي چې پر دغو اي سي ۲۰۸ جنګي الوتکو سربېره د افغانستان هوايي ځواک ته ۳۰ بلک هاک او ۵ ایم ډي ۵۳۰ جنګي هیلي کوپترونه هم ورکوي.

د افغانستان هوايي ځواک حاضردمه ۱۲۰ الوتکې لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به د افغان هوايي ځواک ټول وسایل او تجهیزات بشپړ شي.

امریکا د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره په ۴ کلونو کې ۷ ملیارد ډالره بودجه په پام کې نیولې ده.

280 tota

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.