امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي چوکۍ پای ته رسوي

 

 

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي چوکۍ ختمه کړي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو په قول راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا اوسنی خاص استازی به دنده پرېږدي.

د افغانستان او پاکستان لپاره امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت په مهال خاص استازی وټاکه چې ورپسې ګڼو نورو هیوادونو هم د افغانستان او پاکستان لپاره استازي وګومارل.

د ټرمپ ادارې د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي د چوکۍ د پای ته رسولو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې دا اداره د افغانستان او پاکستان لپاره پر یوې نوې ستراتیژۍ کار کوي.

وال ستریټ ژورنال وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي دفتر ښايي د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا له څانګې سره یوځای شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.