امریکا: د استانبول ناسته به د افغان سولې د خبرو نهایي لوری وټاکي

دآزادیراډیو

په ترکیه کې د افغان سولې په اړه ناسته، ښایي څو ورځې وروسته ترسره شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استانبول ناسته به د افغان سولې د خبرو نهایي لوری وټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په امریکا کې نن وختي رسنیو ته ویلي چې دغه ناسته به له افغان مرکچي پلاوي سره د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه: “د افغان سولې لپاره د امريکا د متحدو ايالاتونو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دې وروستيو کې ترکیې ته سفر وکړ او له ترکي چارواکو سره يې په استانبول کې د جوړيدونکي کنفرانس په اړه خبرې وکړې. د نورو نړيوالو ناستو په دوام د استانبول کنفرانس هدف هم دا دی چې مذاکراتو کې پرمختګونه رامنځته شي او کومې خبرې چې اوس دوحې کې روانې دي يوې مطلوبې نتيجې ته ورسوي.”
له بلې خوا بیا د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی وايي، دوی دوحه کې د ملګرو ملتونو، ترکیي او د قطر له استازو سره لیدلي دي.

د افغان سولې مرکچي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح پرون شپه ناوخته رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دوی دې ناسته کې د ترکیې د غونډې په اړه بحثونه کړي دي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه: “د قطر ترکیې او ملګرو ملتونو استازي په دوحه کې دي او دلته په قطر کې د دې هېواد په کوربتوب د ترکیې ناستې په اړه د سولې له مرکچي پلاو سره خبري کوي.”

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو په حواله ویلي چې د ترکیې ناسته د دې لپاره کېږي چې د مذاکراتو روان بهیر پیاوړی او چټک کړي او تمه کېږي چې افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما مشره دیبرا لاینز هم پرون پنجشبنه داسې مهال دوحې ته ولاړه چې دلته له افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني سره لیدلي و.

دا هڅې داسې مهال پیل شوي چې دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرو سره-سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.
دا خبري پروسږکال په سېپټمبر کې پیل شوې، خو له شااوخوا درېیو میاشتو راهیسې په ځنډ پر مخ ځي.

اوس چې په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په مشري په استانبول کې ناسته جوړیږي د افغانستان د کشالې ټولې ښکېلې خواوې دې ناستې ته هیله مندي ښيي، خو طالبان بیا وايي چې لا هم د ترکیې د ناستې په اړه غور کوي.

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن جمعه (د وري ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې ژر به د دې ناستې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.