امریکا ته د طالبانو خبرداری؛ سوني لګېټ وايي د طالبانو په مقابل کې د افغان پوځ دفاع کوو

 

تاند (دوشنبه د جدي ۱۵) طالبان وايي امریکا د دوحې هوکړې ته ژمنه نه ده او کوم امنیتي تړون یې چې له دوی سره لاسلیک کړی سرغړونه ترې کوي.

دغې ډلې نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې امریکايي ځواکونو په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د دوی پر وسلوالو هوايي بریدونه کړي او دا کار یې د دوحې د هوکړې خلاف عمل بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي، له تیرو څو ورځو را په دې خوا په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د امریکايي ځواکونو لخوا پر طالب جنګیالیو مسلسل هوايي بریدونه شوي او هم مهال افغان ځواکونو د امریکايي سرتېرو په ملاتړ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات پيل کړي دي.

دې ډلې خبرداری ورکړی که امریکا دا بمبار بند نه کړي سخت ځواب به وویني چې مسؤلیت به یې پر خپله غاړه وي.

طالبانو او امریکا د تېرې فبرورۍ په ۲۸ په دوحه کې امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې امریکا له افغانستان څخه ووځي خو په مقابل کې به یې یاده ډله په امریکايي سرتېرو بریدونه نه کوي.

د تړون تر لاسلیک وروسته طالبانو په افغانستان کې په امریکايي پوځیانو بریدونه ودرول، خو د افغان چارواکو په وینا چې اوس هم په ډېرو ولایتونو کې ددغې ډلې له وسله والو سره د افغان پوځیانو نښتې روانې دي.

بلخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګېټ د وسلوالو طالبانو دغه څرګندونې بې بنسټه بللي چې ګوندې امریکا دې له طالبانو سره د شوي تړون څخه خلاف ورزي کړي وي.

لګېټ پر خپله ټوېټر لیکلي، دوی یواځې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د افغان پوځ دفاع کوي، خو له افغان دولت او طالبانو یې غوښتنه کړې چې تاوتریخوالی بند کړي.
نوموړي له طالبانو د هغو بریدونو، چې چارواکي، خبریالان او د مدني ټولنې غړي په کې په نښه شوي د درېدو غوښتنه کړې ده.

یادې ډلې بیا په وروستیو ډېرو هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو له لوري په نننۍ خپره شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې امریکايي ځواکونه په داسې مهال له هوکړې سرغړونه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څو ورځې مخکې تړون ته د طالبانو ژمنتیا ومنله.

مایک پمپیو دوه ورځې مخکې پر خپل ټوېټر لیکلي و چې د تېر یوه کال په موده کې یې هېڅ امریکايي سرتېری په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

که څه هم امریکايي ځواکونو تر اوسه د طالبانو دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې د سرګروپ عمر په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.