امریکا به نن د افغانستان په اړه د یو شمېر هیوادونو د غونډې کوربنه وي

 

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن (دوشنبه) د څو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې د همغږۍ راوستلو په هکله انلاین غونډه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا متحد ایالتونه د دې غونډې کوربه توب کوي.

د کاناډا، جرمني، بریتانیا، فرانسې، جاپان، ترکیې، قطر، اروپايي اتحادیې او ناټو استازي به په دې غونډه کې برخه ولري.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به له کابله د خلکو د ایستلو د ماموریت او د افغانستان په اړه د راتلونکو اقداماتو په باب خبرې وکړي.

سبا د اګست یودېرشمه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ ورځ ده.

طالبانو له نړیوالو سره منلې چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به هم اجازه ورکړي چې په شرایطو برابر افغانان، یا هغوی چې ځان په خپل هیواد کې له خطر سره مخامخ ویني، له افغانستانه ووځي.

پرون د امریکا د متحدو ایالتونو او لویو اروپايي هیوادونو په شمول تر ۹۰ ډېرو هیوادونو وویل چې طالبانو ډاډ ورکړی چې هر هغه چا ته به له هیواده د وتلو اجازه ورکړي چې د سفر اسناد ولري.

د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي«موږ ټول ژمن یوو چې خپل اتباع مو، اقامت لرونکي، کارکوونکي، او هغه افغانان چې زموږ سره یې کار کړی او همداراز هغوی چې په خطر کې دي په ازاد ډول له افغانستانه وتلی او مربوطه هیواد ته تللی شي.»

د هغو هیوادونو په منځ کې چې دا اعلامیه یې لاسلیک کړې ده، استرالیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، جاپان، هالنډ، نیوزیلنډ، سویس، اوکراین او بریتانیا شامل دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.