امریکا او طالبانو د افغان حکومت له خوا د نورو طالب بندیانو خوشې کیدو هرکلی کړی

دامریکا غږ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او طالبانو د افغان حکومت له خوا د دوه زرو نورو طالب بندیانو خوشې کیدو د پریکړې هرکلی کړی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې تیره شپه مې ۲۴ (غبرګولي ۴)، ده او د افغانستان د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله یوځای د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک سره په ټیلیفون د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي غني لیکلي ” تیره شپه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ما او ډاکټر عبدالله سره په ټیلیفون خبرې وکړې. هغه له افغان حکومت څخه د دوه زره طالب بندیانو د خوشې کیدو د جرتمندانه بهیر د پیلولو له امله مننه وکړه. هغه څرګنده کړه، چې د امریکا متحده ایالات به د اوږدمهاله اوربند او تاوتریخوالي د کمیدو او مخامخ خبرو پیل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي”.
Last night I and Dr. Abdullah received a call from Sec Mike Pompeo. He thanked the Afghan government for initiating the brave process of releasing up to 2,000 Taliban prisoners. He asserted that the U.S. will push for a long-term ceasefire/RiV and start of direct negotiations.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د یکشنبې د ورځې ناوخته په ارګ کې د طالب بندیانو د خوشې کولو په هکله د یوې غونډې پر مهال د طالبانو له خوا په اختر کې د دریو ورځو اوربند د ټینګیدو په بدل کې د ښه نیت د څرګندولو لپاره د دوه زره نور طالب بندیانو د خوشې کیدو د بهیر د پیلیدو امر ورکړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دوه زره نورو طالب بندیانو د خوشې کیدو په هکله د افغان حکومت د پریکړې هرکلی کړی او ویلي دي، چې دا ډله هم د بندیانو خوشې کولو ته ژمنه ده.

سهیل شاهین یکشنبه مې ۲۴ ( غبرګولي ۴) ناوخته د خپل ټویټر په پانه لیکلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید د پنځه زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو بهیر بشپړ شي.

سهیل شاهین لیکلي”له مقابل جهت څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی. د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شی ترڅو دبین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي”.

همداشان د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغان امنیتي ځواکونو د بندیانو د خوشې کیدو په اړه د دغې ډلې ژمنه بیا تکرار کړې ده.

طالبانو تیره ورځ په یوه اعلامیه کې د کوچني اختر ورځو شپو کې خلکو ته د اسانتیاو د برابرولو لپاره افغان حکومت سره د دریو ورځو اوربند اعلان کړی دی.

د اوربند په لومړۍورځ په افغانستان کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د کومې لوی امنیتي پیښې خبر نه دی ورکړل شوی.

دا دوهم ځل دی، چې طالبان د افغان حکومت سره د اختر په دریو ورځو کې اوربند ته غاړه ږدي، خو دا اوربند د ۲۰۱۸ میلادي کال د کوچني اختر دریو ورځو اوربند سره ډیر توپیر لري.

هغه مهال هم طالب وسله وال د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ورغلي وو او هم د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین د طالبانو ترکنټرول لاندې سیو ته تللي وو.

دا ځل طالبانو پرخپلو وسله والو باندې غږ کړی، چې له خپلو سیمو څخه د افغان حکومت تر ولکې لاندې سیو ته لاړ نشي او نه هم په خپلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پرسونل هرکلی وکړي.

افغان حکومت د دغې نوې پریکړې وړاندې هم د یو زر او پنځه سوو طالب بندیانو د خوشې کولو پریکړه کړې وه، چې له مخې یې تراوسه زر طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.

طالبانو هم شاوخوا ۲۰۰ د افغان امنیتي ځواکونو بندیان خوشې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.