امریکا افغان هوايي ځواک ته نورې سوپر توکانو الوتکې ورکړې March 22,

 

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو روانه اوونۍ د افغانستان هوايي ځواک ته ۴ نورې سوپر توکانو سپکې جنګي الوتکې ورکړې.

د امریکايي رسنۍ (یو پي آی) د راپور له مخې، دا الوتکې د امریکا په جورجیا کې د هوايي ځواک له اډې څخه افغانستان ته واستول شوې او ورسره د افغان هوايي ځواک د سوپر توکانو الوتکو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

د امریکا د هوايي ځواک د قوماندانانو په وینا له دغو نویو الوتکو څخه به افغان پېلوټان د خپلو امنیتي ځواکونو په ملاتړ کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد په هوايي حملو او له هوا څخه د څارنې په برخو کې کار واخلي.
دا الوتکې د تودوښې په لوړه درجه کې او خورا زیات لندبل کې ښه کار کوي

یوه افغان پېلوټ، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي چې دا الوتکې به اجازه ورکړي چې په لا ډېرو برخو کې هوايي عملیات او د مځکنیو ځواکونو ملاتړ وکړي.

د امریکا د هوايي ځواک قوماندان برید جنرال ډیوید هیکس افغان ځواکونو ته د الوتکو د ورکولو په مهال وویل چې د افغان پېلوټانو مهارتونه ډېر ښه شوي دي.

ویل کېږي چې سوپر توکانو الوتکې د یاغیانو پر ضد د هوايي حملو او د پېلوټانو د روزنې لپاره ښې الوتکې دي.

دا الوتکې داسي جوړې شوي چې د تودوښې په لوړه درجه کې او خورا زیات لندبل کې ښه کار وکړي. د سوپر توکانو الوتکو په وزرونو کې ماشینګڼونه، راکټونه او له هوا څخه مځکه ویشتونکي توغندي نصب شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.