امریکا: افغان حکومت دې د اړینو اصلاحاتو راوستو په برخه کې عمل وکړي
واشنګټن (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن له افغان حکومته غوښتي چې پر اړينو اصلاحاتو عمل وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا جوړې شوې هغې غونډې ته کړې چې په کې د سيمې د اوسېدونکو استازو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړې، افغانستان بايد د اصلاحاتو او شرايطو په رامنځته کولو سره داسې پراخ بنسټه حکومت ولري چې په کې د طالبانو په ګډون د دغه هېواد ټولو قومونو ته برخه ورکړل شوې وي.
د ټېلرسن په وينا، کله چې طالبان د سولې خبرو ته اماده کېږي او يا سوله کوي، نو د افغانستان په راتلونکي حکومت کې بايد ځاى ورکړل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دې غونډه کې خلکو ته د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې په اړه هم معلومات ورکړل.
هغه وايي: “ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پاتې کېدو په اړه مهمه پرېکړه کړې، زموږ ځواکونه به په افغانستان کې د ترهګرۍ او طالبانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.”
د ټېلرسن په وينا، له طالبانو سره د سولې لپاره مشروطې هڅې هم کېږي، خو په دې برخه کې مهالوېش نه شي ټاکلى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دوى به د افغانستان د حکومت او افغانانو ملاتړ ته هم دوام ورکوي.
د هغه په وينا، د امريکا د نوې تګلار اصلي موخه دا ده څو ترهګر يو ځل بيا په سيمه کې خوندي ځايونه پيدا نه کړي او د هغوى مخه ونيول شي.
ټېلرسن وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښې پر دواړه غاړو کې ګڼ شمېر سيمه ييزې او نړيوالې ترهګرې ډلې فعاليت کوي.
هغه زياته کړه چې په افغانستان او ټوله سيمه کې د سولې او ثبات لپاره به له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
نظرات بسته شده است.