امریکا افغانستان ته زر پوځي سلاکاران، بې پېلوټه الوتکې او درنې وسلې لېږي

 

تاند- د یوه راپور له مخې، چې نن /پنجشنبه/ خپور شو، د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ پر اساس به سیمې ته د امریکايي پوځیانو او پوځي تجهیزاتو لېږل د راتلونکې فبرورۍ میاشتې له لومړیو پیل شي.

د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د راپور له مخې افغانستان ته به ۱۰۰۰ تنه اضافي پوځي سلاکاران واستول شي او د دې ترڅنګ به بې پېلوټه الوتکې او درنې وسلې هم په افغانستان کې تر راتلونکي پسرلي وړاندې د امریکا د پوځي پلان د یوې برخې په توګه ولېږل وشي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، بې پېلوټه الوتکې، نقلیه وسایل، زغرګاډي، هیلي کوپترونه او توپونه په هغو وسایلو کې شامل دي چې ټاکل شوې ده د اوبو له لارې د افغانستان لور ته یووړل شي.

ورځپاڼه همداراز وايي، د فورټ بینینګ د لوا پوځي – امنیتي غړي هم کېدای شي چې تر فبرورۍ پورې افغانستان ته واستول شي چې له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د جنګي سلاکارانو په توګه خدمت وکړي.

د تېر کال د اګست په وروستیو کې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د ۴ زره اضافي ځواکونو له لېږلو سره موافقه وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.