امریکايي رسنیو د افغانستان پر سر د امریکايي چارواکو ترمنځ ژور اختلاف څرګند کړ

 

تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان پر سر د امریکا د حکومت د جګپوړو چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف پیدا شوی دی.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، د سپینې ماڼۍ جګپوړو سلاکارانو وړاندیز کړی چې که نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي د سي آی اې رول دې په دې هیواد کې ډېر کړل شي خو د سي آی اې او پوځ چارواکي له دې نظر سره موافق نه دي او وايي چې دا کار به د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د امریکا خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، ځینې امریکايي چارواکي غواړي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې دې د سي آی اې له ملاتړه برخمن ملېشه ځواکونه د القاعده او داعش پر ضد د تروریستي ضد عملیاتو چارې په غاړه واخلي. خو نور په دې کې شک لري چې ملېشه دې، چې ډېر یې په ظلمونو تورن دي، د امریکا د پوځ له ملاتړه پرته د تروریستانو مخه ونیولی شي.

د سي آی اې رييسه مېرمن ګینا هسپیل د دې پلان په عملي کېدو کې د لوژیستیکي ستونزې یادونه کوي، نور چارواکي ټینګار کوي چې ملېشه دې د طالبانو، القاعده او داعش پر ضد عملیات کوي. ملېشه حاضردمه د امریکا د هوايي ځواک له ملاتړه برخمنه ده. امریکايي پوځ نه یوازې له ملېشو سره د سیمو په بمبارۍ کې مرسته کوي بلکې طبي مرسته هم ورکوي او له پاسه څارونکي عملیات هم کوي.

ځینې امریکايي منتقدان وايي چې د امریکا استخباراتي ادارې باور نه لري چې داعش دې په افغانستان کې د لوېدیځ لپاره دومره لوی تهدید وي چې د هغه لپاره امریکا زیاتې پیسې او امکانات ولګوي. دوی وايي چې داعش پر عامو افغانانو حملې کوي او له طالبانو سره جنګېږي.

نیویارک ټایمز وايي، په افغانستان کې د سي آی اې د راتلونکي رول پر سر اختلاف د هغو چارواکو ترمنځ دی چې یو شمېر یې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پلوي کوي او بل شمېر بېره لري چې د ځواکونو ایستل به امریکا د تروریستي حملو له خطر سره مخامخ کړي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې په دې اړه سي آی اې له څه ویلو ډډه وکړه او سپینې ماڼۍ بیخي ځواب ورنه کړ.

ورځپاڼه زیاتوي چې دا اختلاف د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې خنډ کېدای شي.

تر دې وړاندې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د افغانستان پر سر د امریکا د ولسمشر او د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د اختلاف راپور وکړی و.

دې امریکايي ورځپاڼې د افغانستان په اړه د هغې غونډې یادونه کړې چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ورته نه و بلل شوی.

ورځپاڼه وايي، دغه غونډه د اګست په ١٦مه شوې وه چې د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلد ټرمپ تر څنګ د دفاع سرپرست وزير مارک ايسپر، د ګډو ځواکونو لوى درستيز جنرال جوزف ډانفورد، د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پینس، د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو، د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشره جينا هسپل او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد په کې حاضر وو.

سټارس انډ سټرايپس ليکي، د ګډونوالو په لیست کې د ملي امنيت د سلاکار جان بولټن نوم شامل نه و.

ورځپاڼې ته امریکايي مقاماتو ویلي چې په دې غونډه کې د جان بولټن نه ګډون د سهوې له مخې نه و، بلکې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې پر احتمالي موافقې د امریکا په حکومت کې د داخلي اختلافاتو ښودنه کوي.

سټارز انډ سټرایپس د امریکایي مقاماتو په قول وايي چې د افغانستان د سوله ییز یا ډیپلوماتیک حل له هلو ځلو سره د بولټن مخالفت ولسمشر ټرمپ په غوسه کړى او د دې سبب شوی چې د سولې د موافقې په اړه حساسو خبرو ته بولټن ونه بلل شي.

له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو یا په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو په اړه د امریکا ولسمشر څو ځلې ضد و نقیض څرګندونې وکړې. ده په وروستي ځل فاکس نیوز ته وویل چې په افغانستان کې به ۸۶۰۰ امریکايي پوځیان پاتې شي حال دا چې تر دې مخکې یې د ټولو ځواکونو د ایستلو یادونې هم کړي دي.

اوس داسې ښکاري چې د ټرمپ دا ډول څرګندونې د ده په حکومت کې د ژور اختلاف له کبله دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.