امریکايي جنرال په افغانستان کې د ولاړ جنګي حالت د پای ته رسولو لپاره د زرګونو پوځیانو غوښتونکی دی
تاند- په افغانستان کې د امریکا تر ټولو جګپوړي جنرال وايي، امریکا او اروپا ته پکار ده چې په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او سختدریځو ترمنځ په جګړه کې ولاړ حالت مات کړي.
جنرال جان نیکلسن وايي، د اوسني ولاړ حالت د پای ته رسولو لپاره ۵ زره نورو پوځیانو ته اړتیا ده.
د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د لندن سنډې ټایمز ته په مرکه کې وویل«موږ دا نه شو زغملی چې افغانستان همداسي پرېږدو. دا هغه ځای دی چې د ۱۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه پکې د تروریزم ضد جنګ پیل شو. په افغانستان کې ماته به تروریستان په درسته نړۍ کې زړه ور کړي.»
نیکلسن به د مې په میاشت کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جېمز ماتیس او د ملي امنیت د سلاکار ایچ آر مک ماستر په ملاتړ د افغانستان لپاره د نورو پوځیانو غوښتنه وکړي.
اکثره امریکايي پوځي چارواکي او قوماندانان افغانستان ته د محاربو پوځیانو د لېږلو ملاتړ کوي او وايي چې اوسني ۸۴۰۰ سرتېري یوازې افغان ځواکونه روزي او د القاعده او داعش پر ضد محدود عملیات کوي خو د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره لازم شمېر ځواکونه نه لري.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ زیات پام په منځني ختیځ کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې ځپلو ته اړولی چې د نیکلسن له هیلو سره سم دریځ نه دی.
نیکلسن وايي چې د افغانستان حکومت حاضردمه د خپل ټول نفوس په ۶۰ سلنه او د خپلې ټولې خاورې په ۵۷ سلنې کنټرول لري.
نظرات بسته شده است.