امريکا: د افغانستان د بې ثباتۍ تر شا د طالبانو لاس دى

 

 

(پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): د امريکا متحده ايالات وايي چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې وسله وال طالبان لاس لري.

امريکا دغه څرګندونې د طالبانو د هغه پرانيستي ليک په غبرګون کې کړې چې پرون يې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم خپور کړى و.

طالبانو په دغه ليک کې د امريکا له ولسمشره غوښتي وو چې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي په تدبير سره جوړه کړي او له افغانستان څخه دې خپل ځواکونه اوباسي.

دوى ګواښ کړى و، که امريکا يې غوښتنې ونه مني؛ نو د امريکا له سيالو هېوادونو څخه به مرسته ترلاسه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده هيتر ناورټ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې د طالبانو پرانیستى ليک يې ليدلى دى.

هغې زياته کړې چې دوى د طالبانو د خبرپاڼو او اعلاميو په اړه غبرګون نه ښيي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل، نن چې په افغانستان کې کوم حالات دي دا ټول د طالبانو له امله دي.

د نوموړې په وينا، څه موده مخکې په افغانستان کې د نا امنيو او پر ملکي وګړو او په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو د بريدونو راپورونو خپاره شوي چې ډېرى لاس په کې د طالبانو و.

مېرمن هيتر ويلي، پر دغو حقايقو سترګې نه شي پټېداى چې د افغانستان د ټولو ناخوالو او بې ثباتيو تر شا د طالبانو لاس دى.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.