امرالله صالح: د عبدالله ټیم متعصب، معامله ګر او له افغانستان وافغانیته منکر ټیم دی

 

تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: د دولت ساز ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د ثبات او همپالنې د ډلې د مشر عبدالله عبدالله لخوا د بحران راپورته کولو د ګواښ په غبرګون ویلي، عبدالله چې د خپلې ګټې لپاره له حکمتیار سره ایتلاف جوړولی شي، نو دی یې په اړه له دې زیات نور څه نه وايي.

عبدالله عبدالله نن یکشنبه دلویې جرګې په خیمه کې د خپلو پلویانو غونډې ته ګواښ وکړ چې د رایو بیا شمېرنه دې ودرول شي که نه نو د بحران عامل به یې رقیب ټیم دولت ساز وي.

عبدالله یو وار بیا د ۲۰۱۴ په څېر خبرداری ورکړی چې تر وروستۍ سلګۍ به د خپلو رایو دفاع وکړي، په داسې حال کې چې شنونکو دا په غیر مستقیم ډول د همپالانو د ډلې د ماتې اعلان بللی دی.

خو په دې غبرګون امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه ښاغلي عبدالله ته اوږد لیک کې ویلي، د ثبات او همپالنې ټیم د کمېسیون د کمېشنرانو په ټاکنه کې سهیم او اوس که یاد ټیم هر څومره تورونه پورې کوي، په دې کار کې ځان له ملامتۍ نه شي خلاصولی.

ښاغلي صالح ویلي، د ثبات او همپالنې ټیم په ګڼو ولایتونو کې خلک تهدید کړي دي چې دوی ته رایې ورکړي.

ښاغلي صالح عبدالله ته پیغور ورکړی تر هغه وخته چې ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړي نه وو، په ټاکنو یې اعتقاد نه درلود او له قانون څخه خلاف یې د طالبانو راتلو ته زمینه سازي کوله.

ښاغلي صالح همدا راز د عبدالله د ټیم مغز متفکر کسان د قومي او سمتي لانجو په راپورته کولو تورن کړي دي او ویلي یې دي چې د عبدالله د ټیم کسان په افغانستان، افغانیت،ملي یووالي او نوم یې باور نه لري.

ښاغلي صالح همدا راز ښاغلی عبدالله واک ته د رسېدلو لپاره د ډول ډول دسیسو په جوړولو کې هم ښکیل بللی او زیاته کړې یې ده چې په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې عبدالله له حکمتیار سره د لاس یو کولو هڅې کړي او دا معاملې د عبدالله لپاره د شرم وړ دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.