افغان کمانډو ځواک د بدخشان یو مشهور لوټمار ونیو او لاس تړلی یې کابل ته راوړ

تاند – افغان کمانډو ځواک د هېواد په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې یو مشهور لوټمار، نادرشاه، ونیو او لاس تړلی یې کابل ته راوست.

ویل کیږي چې ښاغلی نادرشاه په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو د استازې، مېرمن فوزیې کوفي، ورور دی چې د لاجوردو او زمردو په ناقانونه کیندنو او قاچاق تورن دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي ډاکتر رمضان بشردوست هم په خپله فیسبوک پاڼه د کمانډو ځواک له خوا د نادرشاه نیول تایید کړي دي.

ښاغلي بشردوست لیکلي، «زړورو کمانډویانو د بدخشان د لاجوردو او زمردو د قاچاقچي لاسونه ولچک کړل او کابل ته یې را انتقال کړ. نادرشاه په ولسي جرګه کې د بدخشان د وکیلې فوزیه کوفي ورور وو.»

تر دې مخکې، د دوشنبې په ورځ /د جولای ۲مه/ افغان کمانډو ځواک د فاریاب د قیصار ولسوالۍ یو زورواکی نظام الدین قیصاري چې په سیمه کې له خلکو څخه د پیسو او مالونو په لوټ تورن وو وروسته له هغه ونیو او کابل ته را انتقال کړ چې د افغان ملي اردو جنرالان یې په مرګ وګواښل.‌

ویل کیږي چې په قیصاري د کمانډو ځواک په برید کې د نوموړي ۴ پلویان ووژل شول.

ډېر افغانان په دې باور دي چې د حکومت د وسله والو مخالفانو تر څنګ د حکومت تر څنګ ولاړې مافیایي کړۍ او زورواکي د حکومت او خلکو لپاره په داسې لوی سرخوږي بدل شوي چې وسله وال مخالفان یې ترې هېر کړي دي، او ویل کیږي چې د وسله والو مخالفانو د ترهګریزو فعالیتونو په پلیتابه کې هم دغه مافیایي کړۍ لاس لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.