افغان چارواکي: د ناټو ځواکونو پر کاروان انتحاري حملې ۳ تنه ټپیان کړي

 

دآزدی راډیو

افغان امنیتي چارواکي وایي چې په کابل کې د ناټو ځواکونو د موټرو پر یوه کاروان نن په ځان وژونکي حمله کې چې د موټر په ذریعه شوې، لږ تر لږه درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو ویاند تورن ویلیام سالوین تائید کړه چې دغه حمله د ډنمارکي ځواکونو د موټرو پر یوه کاروان شوې ده.

هغه وویل، په برید کې د ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې او یو ټیم د پېښې ځای ته استول شوی چې د ډنمارکي ځواکونو ویجاړ شوی موټر ولېږدوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه برید کې د درې ملکي وګړو د ټپي کېدو خبره تائید کړې او ویلي یې دي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو د څېړنو رئیس سالم ذاهد ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله د افشارو په سیمه کې شوې ده.

دغه حمله داسې مهال شوې چې په کابل کې د محرم د میاشتې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

طالبانو د کابل د نننۍ حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې په دغه حمله کې یې ۱۶ امریکایي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پخواني معلومات
د کابل امنیه قومانداني، دا تائیدوي چې د کابل په پنځمې امنیتي حوزې پورې اړوند د افشارو په سیمه کې یو انتحاري حمله شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رئیس سالم ذاهد ازادي راډیو ته وویل چې حمله انتحاري وه او له سیمې څخه د بهرنیو ځواکونو د موټرو د تېرېدلو پر مهال شوې ده.

نړیوالو ځواکونو تراوسه په دې اړه چې په دې حمله کې د دوی لوري ته تلفات اوښتي کنه، څه نه دي ویلي.

نوموړي دا هم وویل چې دغه حمله د یو موتر په وسیله شوې ده او لومړني معلومات ښيي چې درې کسه په کې ټپیان دي.

دغه حمله داسې مهال شوې چې په کابل کې د محرم د میاشتې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې حملې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات
د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکو تائید کړه چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې انتحاري حمله شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رئیس سالم زاهد ازادي راډیو ته وویل چې یاده حمله انتحاري وه چې له سیمې څخه د بهرنیو ځوکونو د تېرېدو پرمهال رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې دغه حمله له یوه موټر څخه په استفادې رامنځته شوې ده چې د لومړنیو معلوماتو په اساس درې ملکي وګړي پکې ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

پخواني معلومات
راپورونه وايي، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې چاودنه شوې ده.

پېښه نن یکشنبې د یوولسو بجو په شااوخوا کې کې رامنځته شوې ده.

له سیمې څخه عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه انتحاري حمله وه چې د ملي امنیت یوه روزنیز مرکز ته نېږدې رامنځته شوې ده.

په ځینو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د پېښې پرمهال بهرني ځواکونه هم له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

تر دامهاله امنیتي ځواکونو د دغه پېښې د رامنځته کېدو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه پېښه په کابل ښار تر یو څو ورځو نسبي ارامۍ وروسته رامنځته کېږي.

تر دا مهاله ددې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.