افغان چارواکو په ننګرهار کې د داعش د ماتې خبر ورکړ

 

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ننګرهار چارواکي په دې ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ماتې خبر ورکوي.

مسعود اندرابي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او وېې ویل چې په ننګرهار کې د سخت دریځو وسله والو پرضد د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې داعش ډله په دې ولایت کې ماته شوې، مرکزونه یې له منځه وړل شوي او کوم یو مرکز یې که پاتې هم وي هغه به هم د خلکو په مرسته له منځه یوړل شي.

ښاغلي اندرابي دغه راز وویل چې د دې ډلې وسله وال په وړو ګروپونو کې ځانونه په ننګرهار کې دولت ته تسلیموي او په نورو ولایتونو کې به هم د داعش وړې ډلې له منځه یوړل شي.

د کورنیو چارو د سرپرست وزیر له دې څرګندونو مخکې د تېرې جمعې په ورځ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم له ازادي راډیو سره په مرکه کې ورته خبره کړې وه او ویلي و چې د ننګرهار ولایت ډېرې سیمې چې هغه په سلو کې ۹۵ یادې کړي، د داعش او وسله والو طالبانو له حضوره پاکې شوې دي.

ښاغلي میاخیل هغه سیمې چې تر اوسه په کې د دولت وسله والې مخالفې ډلې فعالې دي، په ګوته کړې.

هغه زیاته کړه: “اوس ننګرهار تقریباً ۹۵ سلنه له طالب او داعش ټولو نه پاک شوی دی، یواځې د حصارک ولسوالۍ پاتې ده، یو څو سیمې په خوګیاڼو کې او د غه د سپین غره په لمن کې یو دوه، درې نقطې پاتې دي چې هغې ته هم موږ پلان لرو چې په خپل نوبت سره به هغه عملي کوو.”

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې امریکایي ځواکونو چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعالیتونه له نږدې څارې او په تېر کې یې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دې ډلې پر یوه مهم مرکز د بمونو د مور په نوم یو بم هم غورځولی و، د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د دغې ادعا په اړه چې داعش ډله په ننګرهارکې ماته شوې، له څرګندونو ډډه وکړه خو دې آژانس د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نظر را اخیستی چې ویلي یې دي، د دې ډلې غړي وارخطا شوي او ځانونه دولت ته تسلیموي.

خوګیاڼي وویل چې د شنبې په ورځ هم د داعش ۳۲ وسله وال په دې ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې داعش په دې وروستیو میاشتو کې سخت ځپل شوی او پردې سربېره چې په عراق او سوریه کې یې له خپل ځانه اعلان شوی خلافت نړیدلی، تېره میاشت په سوریه کې د دې ډلې د پخواني مشر ابوبکرالبغدادي په وژل کېدو سره هم دا ډله ډېره کمزورې شوې ده.

د فرانسپرس په لیکنه که څه هم د البغدادي او په افغانستان کې له داعش سره د تړلو وسله والو چې د داعش د خراسان څانګې په نوم یادیږي، ترمنځ اړیکه تل مبهمه وه خو د ننګرهار د والي ویاند ښاغلي خوګیاڼی وایي، د البغدادي مړینې هم د دې ډلې د قوماندې او کنټرول تشکیلات مختل کړي دي.

ښاغلي خوګیاڼي تیره ورځ ناوخته آزادي راډیو ته په دې اړه وویل: “سره له دې چې د بغدادي له منځه تلو د داعش پر ډلې تقریباً اغیزکړی دوهمه موضوع زموږ د امنیتي ځواکونو پرله پسې عملیات دي چې په ټولو سیمو کې یې داعش له ماتې سره مخ کړ او هغوی یې اړکړل چې یا له سیمې وتښتي او یا ځانونه حکومت ته تسلیم کړي.”

خو ایا هغسې چې افغان چارواکي یې ادعا کوي داعش ډله په رښتیا په ننګرهار کې ماته شوې، د امنیتي چارو کتونکي ښایي دغه ادعا له مختلفو لورو و ارزوي خو د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت اعظمي وايي چې په دې برخه کې باید له دقته کار واخیستل شي او په هر اړخیز ډول د وضعیت جاج واخیستل شي.

اعظمي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: “داعش ترنظامي فشار لاندې دی، مګر دا په هېڅ صورت په دې معنی نه دی چې متاسفانه دا ډله دې په هغه شکل باندې له منځه لاړه شي، زه فکرکوم چې اوس لاهم ډیرې زیاتې هڅو ته اړتیا شته دغه تروریستي شبکه د افغانستان له خاورې پاکه شي.”

ښاغلي اعظمي دغه راز وویل چې که په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي، ښایي داعش هغه ډله وي چې د سولې له بهیر سره مخالف یا ناراضه وسله وال له دې ډلې سره یوځای شي او د افغانستان راتلونکې له امنیتي ګواښ سره مخامخ کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.