افغان ځواکونو د ارزګان دهراوود ولسوالۍ مرکز له طالبانو بېرته ونيوله

 

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۱۳) د ارزګان والي محمد عمرشېرزاد نن رسنیو په استولي ویډويي پیغام کې ویلي چې، د ولسوالۍ ټول بازار افغان پوځيانو ترخپل کنترول لاندې کړی دی.

دي وايي: «موږ امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېده چې د ولسوالۍ مرکز او ټولې دولتي ادارې ترخپل کنټرول لاندې راولي او دوښمن ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړي.»

شېرزاد زیاتوي چې، د عملیاتو د ځنډ لامل يي همدا وه چې ملکي خلکو او افغان سرتېروته کوم زیان ونه رسیږي او په خبره يې چې د لاښه تصفیې لپاره لاهم د افغان پوځيانو عملیات روان دي.

په ياده ولسوالي کې په زيات شمېر کورنۍ هم د جګړو له وېرې کډوالې شوي او اوس په سخت حالت کې دي.

محمد عمرشیرزاد پر بي ځايه شويو خلکو غږ وکړ چې بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

والي شېرزاد زیاتوي چې په عملياتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.