افغان ولسمشر: ټاپي پروژه شاملو هېوادونو ته کار، عايد او برښنا راوړي

 

دآزادیراډیو

افغان ولسمشر وايي، ټاپي پروژه شاملو هېوادونو ته کار، عايد او برښنا راوړي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې نن جمعه په هرات ولايت کې د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې د کار په پرانېست غونډه کې وکړې.

په دغو مراسمو کې د هندوستان، پاکستان او ترکمنستان د حکومت استازو هم برخه درلوده.

افغان چارواکو د دغې سترې پروژې د امنیت ډاډ ورکړی.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاپي د پروژې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا یوه ملي پروژه ده او ګټه یې ټولو خلکو ته رسېږي.
افغان چارواکي وايي، د ټاپي په چوکاټ کې د ګاز پر لېږدولو سربېره د افغانستان، پاکستان او هند لپاره د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا، په هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې د برښنا سب سټیشنونه، نوري فایبر او د اوسپنې د پټلۍ پروژې هم شاملې دي. تمه ده چې دا پروژه به د ۲۰۱۹ میلادي کال په پای کې بشپړه شي.

د ټاپي د ګاز نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومتره ده چې ۷۳۵ کیلومتره یې په افغانستان کې او له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.