افغان مېرمنې د طالبانو پر ژمنو باور نه لري

 

افغان حکومت تمه لري چې تر راتلونکو دوو میاشتو له طالبانو سره د سولې لومړنۍ هوکړې ته ورسېږي، خو افغان مېرمنې د دوی د حقونو په اړه د طالبانو په ژمنو باوري نه دي او وېره لري، چې هسې نه د سولې په خبرو کې د دوی په حقونو معامله ونشي.

نیویارک ټایمز د افغانستان په څو ولایتونو کې له افغان مېرمنو سره خبرې کړې دي او له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د سولې په روانو مذاکراتو کې یې د هغوی د راتلونکې تصویر کښلی دی.

په افغانستان کې جګړه هره ورځ له ښکېلو اړخونو قرباني اخلي او د جګړې د دواړو لوریو عمده قرباني مېرمنې دي، چې د خاوند، ورور او زوی په توګه خپل عزیزان له لاسه ورکوي او دوی تر هر څه ژر د روان وضعیت د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، خو په ورته مهال دوی وایي: ((طالبان، طالبان دي. دوی ثابته کړې، چې څه ډول خلک دي او ایډیالوژي یې څه ده؟ که چېرې دوی په هماغه ایډیالوژي راګرځي، ټول څه به بېرته د هغوی د دورې په څېر وي.))

که څه هم د قطر بین الافغاني غونډې ته ورغلې ډېری مېرمنې په دې باور دي، چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو پخوانی تصویر بدل شوی، خو ګڼ شمېر نورې فعالې مېرمنې بیا د طالبانو په دې ژمنو باوري نه دي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې له ښځینه پولیسې نیولې تر خبریالې او بیا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسنۍ مشرې حوا علم نورستانۍ پورې، د ټولو نظرونه او اندېښنې را اخیستل شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې حوا علم نورستانۍ ورته ستونزې زغملې دي: ((طالبانو یې زوی اختطاف کړ، خاوند یې ورته بندي کړ او موټر ته یې ورته بم کېښود، خو هغې له طالبانو سره جوړجاړی وکړ، ځکه د هغې په وینا «وینه په وینه نه وینځل کېږي».))

راپور وایي، په کاري ساحه کې له ننګونو نیولې تر ټولنیزو خنډونو او اخطارونو ټول هغه څه دي، چې فعالې مېرمنې یې له اندېښنو سره مخ کړې دي او ډېری دغه ګواښونه یا خو د وسله والو طالبانو له لوري دي او یا هم د ناامنیو له امله د فرصت طلبه ډلو او اشخاصو له لوري، خو مهمه دا ده چې آیا طالبان به تر سولې وروسته پخپلو اوسنیو ژمنو عمل وکړي او ښځو ته په شته حقونو به قائل شي؟ سخته پوښتنه ده!

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.