افغان سوله، د خلیلزاد ماموریت او دویم پړاو

 

سردارمحمد همدرد
کابل/۱۳۹۹/۴/۳۰
کله چې موږ د خپل هېواد د تاريخ خبره کووحتما ورسره د غرور او افتخاراتو بحث کوو د نړۍ هر ملت ځانته تاريخ لري، د تاريخ قاعده همدا ده چې مثبت کريکټرونه ستايل کيږي او منفي کريکټرونه د پيغور په شکل پاتې کيږي.
کله چې د تاريخ بحث کوو زه په خپل افغان تاريخ وياړم، دا سمه ده چې لوړ افتخارات لرو، دا هم ده چې د ګدومک غوندې شرميدلي تړونونه هم لرو، نه غواړم چې بحث تاريخي شي؛ غواړم چې په څلویشتو کلنو ناخوالو د سولې په مسئله او پر اوسني وضيعت بحث وکړم، کله چې روسانو زموږپه ګران هېواد باندې نظامي حمله وکړه، افغان ملت يې پر وړاندې ودريده، دونيم ملیونه شهيدان يونيم ملیون معلونين اومعيوبين، شپږملیونه د مهاجروقربانيو سره روسانوماتې وخوړه، افغانانو په لويه قربانۍ ازادي واخيسته، د قربانيانو ثمره چې د افغانانو ارادو مومثيل نظام وه جوړ نشو چې ددې علت دجهادي مشرانو دواک،شخصي ګټو اوبې اتفاقۍ مسئله وه، کمونستانو باندې ډير بحث نه کوم،دهغو ملامتي دهمدغه ځای څخه شروع کیږي چې روسانو ته يې دراتګ زمينه برابره کړه.
دمجاهدينو دمشرانو دمخاليفتونو له وجهي طالبانواسلامي تحريک په نامه يو حرکت رامنځ ته پنځه کاله يې دوام وکړ،طالبانو امن تامين کړ خودنړۍ سره يې ديپلوماتيکه ژبه رامنځ ته نه کړه،چې په نتيجه کې امريکايانو اسامه بهانه دناټو دچوکات لاندې يې شاوخوا څلویښتوهېوادونو دامريکا تر مشرۍ لاندې نظامي حمله وکړه ددريوشعارنولاندې يې دوی افغانستان ته راغلل ؛يوشعاريې داوه چې ترورستان له منځه وړو،دوهم شعاريې موادمخدره له منځه وړو اودرييم يې شه حکومتداري رامنځ ته کو.
امريکايانو درې واړه شعارونه برعکس شول،هغه وخت مواد مخدره صفر وه اوس دولکه هکتاره مځکه کرل کيږي؛طالبان چې دوې ترورستان بلل شاوخوا اوولس کاله وروسته ورسره کښيناستل،دښې حکومتداري په نامه يې داسې نظام پريښوده چې نه پکې عدالت شته اونه ښه خذمت ماپخوا داخبره کړې وه چې هره خبره په بهرنيانو تپل ندې پکار پنځوس سلنه که بهرنيان ملامت دي پنځوس سلنه موږ په خپله ملامت یو، يوښه مثال يې دطالبانو دحکومت ړنګيدو څخه وروسته چې امريکایانو وويل چې طالبان ترورستان دي؛دوخت حکومت او سياسينو امريکايانو څخه زيات شعارونه ورکول،دطالبانو ځپلو هڅه يې وکړه.دوې افغانستان تاریخ سم نه وه لوستی چې انتقام په سیاست داهېواد نه چلیږي.
راځم چې اوس موږ په کوم حالت کې يو؟
اوسنې اولسمشر اشرف غني ته څه کول په کار دي؟
سياسينو ،طالبانو،نړيوالې ټولنې په خاص ډول امريکا اومتحدین ته څه کول په کار دي؟
اوله خبره داده چې دسولې لپاره فرصت رامنځ ته شوى دافرصت بايد مديريت شي زه شاوخوا دوه کاله کيژي چې دافغانستان سوليیزبنسټ کې دسولې په برخه کې عملي کارکوم، ماوليدل چې دسولې په مخکې لوي خنډونه پراته دي،خو اوس وخت دسولې ښه فرصت دی موږ هميشه ويلي دي چې دسولې په برخه کې طرفونه په خپل منځ کې قناعت نه کوي بلکې منځګړي اوخيرخوا خلک کولاي شي چې دسولې په برخه کې مثبت رول ولوبوي،ماپخوا په خارجيانو په خاص ډول په امريکايانو شک درلود چې سولې ته دوی خنډ دي حقيقت هم داوه چې مخکې دامريکا دستراتيژي جنګ لپاره جوړه شوې وه،ولسمشر ډونالډ ټرمپ کله چې خليل زاد دسولې لپاره وټاکه چې واقعیت شي دسولې لپاره دښاغلي خليل زاده هڅې دستايلو وړ دي.
په قطر کې یې دطالبانو رسمي دفتر پرانيسته،طالبانو سره يې مخامخ خبرې پيل کړې يعنې دسولې په برخه کې کاپي پرمختګ وشول.
دا چې تر اوسه د سولې له تړون څخه ۱۳۵ورځې تیریږي حکومت اوطالبان یو پر بل تورونه لګوي، حکومت وایي چې طالبان سوله نه کوي، طالبان وایي چې حکومت سولې ته ژمن نه دی .او له خبره داده چې کله د طالبانواوامریکایانو ترمنځ په ‌دوحه کې تړون لاسلیک شو دا یو لوي تاریخي کار وشو، په دې تړون کې داسې راغلي چې د طالبانوبه پنځه زره بندیان او ده حکومت به زره بندیان خوشي کیږي. د بنديانو د خوشي کیدو څخه وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي. دا تړون یو ډول مخکې ولاړاو وروسته بیا د حکومت له خوا په شپږ سوه بندیانو ستونزه رامنځ ته شوه چې وروسته دا پروسه وځنډېدله،که څه هم خلیلزاد چې هر سفر کاوه مخکې او وروسته به یې د حالاتو په تړاو د حکومت سره مشورې کولې حکومت به همدا خبره کوله چې زموږ سره مشورې کیږي. په وروستي پړاو کې حکومت ناراځي ښکاره کړه،کله چې سوله کې پرمختګ خبره کیږي ډيرپرمختګونه شوې دي داځل طالبانود پسرلني عملیاتو اعلان نکړل.
بله ښه خبره داده چې خارجیان او طالبان دواړه دا مني چې پنځو آډو څخه خارجیان وتلی دي او خارجي عسکرو په تشکیل کې کمبود راغلی دی. زه حکومت ته دا ویم دومره لویه مسئله په شپږوسو بندیانو باندې ستونزه مه جوړه وه چې ۴۴۰۰ خوشي کیږي۶۰۰ کسان دې هم خوشي شي.
په کاره ده چې ژرترژره بین الافغاني مزاکراتو ته ولاړسوترڅو موږ په آینده افغانستان او دوام داره سوله باندې بحث کو.
دسولې مسئله کې اول موږ افغاناتو ته په کار ده چې خپلې ارادې اونيتونه سم کړو، کله چې خبره دنظام کيږي افغانستان خلک الحمدالله ټول مسلمان دي اواسلامي نظام غواړي.
اول زه اولسمشر غني ته وايم ته دکومو ملي ګتو ارزښتونوخبره کوئ؛ فساد اوج ته رسيدلي دی ټولې حکومتدارې څخه دې دوکانداري جوړه شوې ده هرڅه په مصليحتونو روان دي ،زه يوازې او يوازې دسربازانو قرباني منم، نه ستاسو اولادونه وژل کيږي اونه تاسې يې پروا لرئ؛سربازچې مړشي بيا يې ښځه اوبوډۍ مور فقر کوي.زه وایم اول داموجوده حکومت به خپل دننه کې دومره خراب دی چې دچلولونه دی دلته باید اساسي تغیر راشي.
اوس وخت دسولې لپاره تر ټولو بهترين وخت دى،ترډیرو خبرو سلامت اوملامت به تيریږو اول اولسمشر اشرف غني باندې ږغ کوم چې دسولې لپاره دې اراده سمه کړه،په طالبانو او ټولوسياسیون باندې ږغ کوم داسلامي او افغاني هوډ پراساس دسولې دموجوده اوتاریخي فرصت راځي په ګډه مديريت کړو.په داوروستیوکې افغانستان سولییزبنسټ دشاوخوا اوویشت سیاسي احزابودوزره شاوخوا مدني اوکلتوري ټولنو افغانستان زونونواوقومي شوراګانوسره ګدې ناستې کړې دي چې ټولوپه یوه خوله جنګ غندلی اوسوله یې ددې وطن لومړيتوب بللی دی پدې وروستیوکې دسولییزبدولون بنسټ په رهبرۍ محمد دحیکم الکوزي دکرونا ضد درمل پروسه چې شاوخوا دوه ملیونه هېوادوالوته په وړیا ډول ورکړل شوه اومدیریت شوه،زموږ بنسټ به ددې وروسته چې هرڅوک دسولې پرضدوي په وړاندې یې اولسي پاڅون اومدني غونډي جوړه وي.
نړيواله ټولنه همسايګان ټول بايد په خپلو منفي ستراتيژيكو کې تغيرات راولي نوربایددهمکاريو اومثبتو ټکو پراساس مخ ته ولاړشو،ژر ترژره بايد بين الفغاني مزاکرات پيل افغانان بايد خپلې ارادې ته پريښودل شي تر څو موږ په نړۍ کې ديوه اوږد اوخطرناک جنګ څخه خلاص شو.
په ګران هېواد کې ددوامدارې سولې په هېله

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.