افغان دولت نن د نړۍ نږدې ۲۰ هېوادونو او سازمانونو کوربه دی؛ سوله د بحث محور دی

دآزادی راډیو

د افغانستان دولت نن دوشنبه د (۱۳۹۹ د چنګاښ ۱۶) د نږدې ۲۰ سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د یوې غونډې کوربه دی.

دغه غونډه له طالبانو سره د سولې له خبرو مخکې، په دې هدف ترسره کېږي چې د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع پياوړې او له مخې یې بین‌الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

د افغانستان د سولې په اړه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع له دې وړاندې هم رامنځته شوې، خو اوس افغان چارواکي هڅه کوي چې دغه اجماع پياوړې او ژر له طالبانو سره خبرې پيل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه وایي: “دا غونډه به د وېډیو کنفرانس له لارې د رئیس جمهور په وینا پرانیستل کېږي او د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر تر رهبرۍ لاندې به مخته ځي، هدف د سیمې او د نړۍ د اجماع تقویت ده څو د سولې خبرې په عاجل ډول پیل او مطلوبو نتایجو ته ورسېږي.”
افغان دولت د اذربایجان، چین، مصر، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، قطر، سعودي عربستان، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او ازبکستان استازو ته بلنه ورکړې چې نننۍ غونډه کې ورسره برخه واخلي.

پر دې سربېره د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او امریکا ډیپلوماتان او استازي هم غونډې ته بلل شوي دي.

افغان دولت دا اوونۍ دوه نورې غونډې هم مخته لري چې یوه‌یې سبا سې شنبه د کابل، بیجنګ او اسلام‌اباد درې اړخیزه غونډه ده او بله‌یې د پنجشنبې په ورځ د هغو هېوادونو ده چې تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان مسایلو کې ښکېل وو.

د ټولو دغو غونډو بحثونه به له طالبانو سره د سولې د خبرو پر څرنګوالي ورټول وي او پر دې سربېره د ستراتېژیکو او اقتصادي همکاریو خبرې هم په‌کې کېږي
دا چې افغان دولت له نننۍ او راتلونکو غونډو څه تمه لري؟ د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري یې په اړه ازادي راډیو ته وایي: “د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلک د سولې په بهیر کې د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو صادقانه رول اغېزناک او مهم ګڼي او تمه لري چې دوی په دې لاره کې د افغانستان له خلکو او دولت سره همکاري وکړي، د دې لپاره چې باثباته افغانستان د سیمې د ثبات او هوساینې لامل دی.”

دغه غونډې داسې مهال ترسره کېږي چې بین‌الافغاني خبرو ته لومړنی شرط چې د دواړو لورو د شپږ زرو زندانیانو ازادول و، نږدې بشپړ شوی دی.

ارګ: د خپلمنځي خبرو پیل لپاره طالبان دې افغان امنیتي ځواکونه خوشې کړي

ارګ: د طالبانو څو سوه نور بندیان هم خوشې کېږي

افغان دولت تر اوسه د طالبانو څه باندې څلور زره او طالبانو هم له ۵۰۰ زیات دولتي زندانیان ازاد کړي دي.

د بین‌الافغاني خبرو پیل ته لا کره نېټه نه‌ده اعلان شوې، خو پرېکړه شوې چې لومړنۍ ناسته به‌یې د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.