افغان حکومت په کابل کې د طالبانو له پلاوي سره لیدلي

دآزادی راډیو

د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ په کابل کې د بندیانو د خوشې کېدو پر سر خبرې!

افغان حکومت وایي کابل ته د طالبانو راغلي درې کسیز پلاوي سره‌یې کتلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي له دغه پلاوي سره د تېرې ورځې په لیدنه او خبرو کې د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه شوي دي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۳» ازادي راډیو ته وویل: “د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت کاري تخنیکي ټيم پرون په کابل کې د طالبانو د استازو کوربه و، په دغه مخامخ لیدنه کې د بندیانو پر خلاصون خبرې وشوې او فیصله وشوه چې په دې اړه بحثونه به لا دوام پیدا کوي، په پرونۍ ناسته کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي د کتونکو په توګه حاضر وو.”
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د واکمنۍ تر راپرځېدو ورسته د دغې ډلې یو پلاوی په رسمي ډول کابل ته راځي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم وايي چې دغه پلاوی به د بندیانو د خلاصون په هدف د تصدیق او تثبیت چارې پر مخ وړي.

ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر دغه‌راز لیکلي”د یاد پلاوي د کوربه‌توب چارې د قطر هېواد سفارت ترسره کوي او د نورو اړوندو چارو د ترسره کولو لپاره په دې غونډو کې سور صلیب هم برخه لري.”

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که چېرې په لومړي پړاو کې د دوی یو شمېر بندیان له بنده ازاد کړل شي، له زندان نه خوشې شوي بندیان به د نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه د طالبانو په استازیتوب له افغان حکومت سره خبرې کوي.

پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم‌الدین هم وایي، دغه پلاوی یوازې د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه له حکومت سره خبرې کوي.
هغه زیاته کړه: “له دغه درې کسیزه راغلي پلاوي سره خو د ټولو پنځو زرو بندیانو لېستونه شته، خو اوس‌مهال یوازې د ۱۵۰۰ بندیانو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې هم همداسې راغلي چې په لومړي سر که به‌یې همدا کسان خوشې کېږي، نو دوی هم په همدې ۱۵۰۰ کسانو خبرې کوي او همدا نوملړ به تطبیقېږي.”

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امر باالمعروف وزیر مولوي قلم‌الدین دا هم وایي چې افغان حکومت باید په کابل کې له مېشت پخوانیو طالب چارواکو نه د دوی او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره ګټه واخلي.

تر دې وړاندې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د وېډیو کنفرانس له لارې درې ځلې خبرې شوې وې او حکومت په دې اړه له طالبانو سره هوکړه کړې وه چې د دوی یو هیئت دې کابل ته راشي او د بندیانو د تبادلې پر سر دې وروسره خبرې وکړي.

د سولې د ابتدايي تماس ګروپ
په دې اړه نور:
د افغان حکومت د سولې ابتدايي تماس ګروپ او طالبانو بیاځلي خبرې
د طالبانو د بندیانو خوشې کول د قطر پلازمېنه دوحه کې د دغې ډلې او امریکا ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې د هوکړې یوه برخه وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.