افغان حکومت د طالبانو ۱۰۰ زندانیان خوشې کړل

 

غان حکومت وايي چې ۱۰۰ طالب زندانیان‌یې خوشې کړل.

د طالب زندانیانو راخوشې کول او د سولې هڅې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۰» د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د غونډې موضوعات وو.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن په افغانستان کې د هغو هېوادونو له سفیرانو سره د وېډيو له لارې خبرې وکړې چې په افغانستان کې ځواکونه لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ښاغلي محب وویل: “افغانستان چمتو دی د سولې او زندانیانو په برخه کې پر مخ لاړ شي. ده زیاته کړه چې د زندانیانو په برخه کې د حکومت او طالبانو تخنیکي ټيمونو پر ستونزمنو موضوعاتو پرمختګ کړی دی.”

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس جنرال احمد ضیا سراج وویل، ځيني طالب زندانیان چې په پراخو حملو کې يې ملکیان په نښه کړي دي او له نړیوالو ترورېستي ډلو سره تړاو لري، که راخوشې شي د افغانستان او د دې هېواد د متحدانو ملي امنیت له خطر سره مخامخ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن ازادي راډيو ته وویل چې ۱۰۰ طالب بندیان نن د حکومت له زندانه راخوشې شول.

ده زیاته کړه: “دغو طالب زندانیانو سوګند وکړ چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه‌ستنېږي. دا ۱۰۰ کسان د هغه لېست برخه دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم د حکومت له تخنیکي ټیم سره په کابل کې د لیدو پر مهال تأیيد کړی وو.”
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، حکومت چمتو دی د سولې او زندانیانو په برخه کې پر مخ لاړ شي.

که څه هم طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي، خو د دې ډلې یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ۱۰۰ زندانیان نن د افغان حکومت له زندانه راخوشې شول.

د ۱۰۰ طالب زندانیانو د راخوشې کېدو د احتمال په اړه په داسې حال کې خبرې پیل شوې چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په کابل کې د طالبانو د تخنیکي ټيم د خبرو دوام د وخت ضایع کول وبلل او ویې‌ویل چې دا پلاوی به له کابله لاړ شي.
یوه اوونۍ مخکې د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونو د زندانیانو د راخوشې کولو په اړه خبرې پیل کړې.

ټاکل شوې وه د بندیانو مبادله د مارچ میاشتې په ۱۰مه نټېه پیل شي چې ویل کېدل په نتيجه کې به‌یې بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.