“افغان حکومت د سولې ټول فعالیتونه درولي”

دآزادی راډیو

افغان حکومت وایي، د سولې په تړاو ټولې خبرې یې درولي او د طالبانو سفرونه به وضعیت هېڅ بدل نه کړي.

افغان حکومت مسکو او چین ته د طالبانو د مشرانو سفرونه بې ګټې بولي او وايي چې دا سفرونه به د افغانستان د حکومت او د امریکې پر وروستي تصمیم هېڅ اغېزه ونه کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې لپاره یوازنی ادرس افغانان دي او نورو هېوادونو ته د دوی سفرونه به هېڅ ډول ګټه ونه لري.

ښاغلي صدیقي وایي، له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې تر انتخاباتو وروسته نوی حکومت کوي.
دی وایي: افغان حکومت د انتخاباتو د ترسره کېدو تر ورځې د سولې په اړه خپلې هڅې درولي دي، زموږ په بارو د سولې د مشروعیت کلیي د انتخاباتو په ترسره کېدو کې ده او له مشروعیت پرته سوله نشي ټينګېدای، له انتخاباتو وروسته به د افغان حکومت لومړیتوب سوله وي.

ښاغلی صدیقي ادعا کوي چې طالبان غواړي په خپلو دغو سفرونه سیاسي امتیازات تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د سولې د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین ازادي راډيو ته وویل چې د ده په ګډون قاري دین محمد او شېر محمد عباس ستانکزی په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د دغه هېواد له چارواکو سره په سلا مشورو بوخت دي.

ښاغلی شاهین وایي، دوی د جمعې په ورځ دغه هېواد ته رسېدلي او تر دې دمه یې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره خبرې کړي دي.

د دې پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي له روسي ټلویزیون (ار. ټي) سره په مرکه ویلي، که چېرې امریکا جګړې ته دوام ورکړي، نو طالبان سل کاله نور هم جنګ کولی شي.
د ښاغلي ستانکزي د دې خبرې په غبرګون کې افغان حکومت بیا وایي چې طالبان باید د افغانانو له وژلو لاس واخلي او له خلکو دې بښنه وغواړي.

د یادولو ده چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ‌ د سولې د خبرو له درېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی له قطره بهر بل هېواد ته سفر کوي.

له دې سره یو پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا بیا وایي چې د طالبانو دا سفرونه به د سولې په برخه کې ګټور وي.

دی زیاتوي: طالبان به خامخا خپل ځان ته ملګري پیدا کوي، دوی له هغو کسانو سره سلامشورې کوي چې د افغانستان د سولې او له مذاکراتو سره یې لېوالتیا زیاته ده، ځکه هغوی د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په تعطیل خواشیني ښودلې وه، نو دوی به طالبانو ته د سولې لپاره ښې او ګټورې مشورې ورکړي.
خو ځیني نور سیاسي کارپوهان بیا باور لري چې د طالبانو دا سفرونه یوازې د دوی د سیاسي مشروعیت او د سیمې د هېوادونو تر منځ د رقابتونو لپاره دي.

سیاسي کارپوه او د افغانستان د مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر عمر شریفي وایي: مسکو، چین یا یو شمېر نورو هېوادونو ته د طالبانو له سفرونو موخه دا ده چې دوی غواړي یو ځل بیا خپل سیاسي مشروعیت لوړ وښيي او ځان ته مشروعیت ورکړي، همدارنګه مسکو ته د دوی په سفر کې د دغه هېواد او سیمه ییزو هېوادونو رقابت هم ښکاري، هو پر سوله به هېڅ اغېز ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر له خوا د سولې د خبرو د درېدو وروسته امریکا او افغان حکومت ادعا کړې چې پر طالبانو یې حملې ډېرې کړي او ویلي یې دي چې طالبانو د سولې د خبرو ښه فرصت له لاسه ورکړ.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.