افغان حکومت ته د خلیلزاد له لوري ‘سپارل شوې طرحه’ کې کوم موارد شامل دي؟

دآزادی راډیو

د افغانستان سولې د خبرو د چټکتیا لپاره تازه او نوې هڅې، په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې له افغان سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوری چارواکی وايي چې زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې افغان حکومت ته داسې طرحه سپارلې، که ومنل شي، له مخې به‌یې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د با نفوذه هېوادونو، حکومتي چارواکو او له حکومته بهر سیاسي مشرانو په ګډون په لوړه کچه يو ناسته جوړه شي.

د هغه په وينا دا ناسته به د افغانستان سولې پروسې او راتلونکي په اړه بحث وکړي او نقشه وکاږي.

دا لوړپوړی چارواکی چې د موضوع د حساسيت له کبله نه‌غواړي نوم‌يې واخيستل شي وايي د دوحې روانې خبرې امريکا ته مهمې دي، خو امریکا غواړي چې افغان لوری ډېر ژر اوربند او سیاسي حل‌لارې ته ورسېږي.
دغه چارواکی ټینګار کوي چې د افغانستان په سوله کې باید د ملګرو ملتونو رول پیاوړی شي او د همکارۍ لپاره دغه سازمان باید د افغان سولې لپاره یو استازی وګماري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا لوړپوړی چارواکی وايي، د دې طرحې پر بنسټ ملګري ملتونو بايد د افغانستان د سولې بهیر لپاره يوه سيمه‌یيزه او نړيواله اجماع رامنځته کړي.

د دې چارواکي د خبرو پر بنسټ، زلمی خليلزاد به سبا پنجشنبه قطر ته ولاړ شي او دا طرحه به له طالبانو سره هم شريکه کړي.

افغان حکومت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي او د خلیلزاد له لوري ورته د سپارل شوې طرحې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

په ورته وخت کې د افغانستان په ملي مصالحې عالي شورا کې یوه باخبره سرچینه هم وايي چې زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو او سیاستوالو سره د حکومت د جوړښت نوې طرحه مطرح کړې ده.

دغه سرچينه چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم او غږ یې خپور شي، وايي چې دا نوې طرحه د مشارکتي حکومت طرحه نه‌ده، بلکې د سولې د خبرو د چټکیا او سولې ته د رسېدو لپاره وړاندې شوې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم په کابل کې دی او له جمهور رئیس غني سربېره‌یې عبدالله عبدالله او افغان مطرحو سیاستوالو سره خبرې کړي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو او سیاستوالو سره د ملي مشارکتي حکومت طرحه شریکه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی وړمه ورځ کابل ته راغلی، په کابل کې يې له افغان چاراکو سربېره له ځینو مطرحو سیاستوالو سره هم ناستې پیل کړې.

تېره ورځ زلمي خلیلزاد د جمعیت ګوند له مشر صلاح‌الدین رباني، پخواني جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف، د جنبش ګوند له مشر عبدالرشید دوستم، د وحدت ګوند له مشر کریم خلیلي او همدا شان د خلکو د وحدت ګوند له مشر محمد محقق سره هم کتلي.

وړمه ورځ بيا ښاغلي خليلزاد له جمهور رئیس محمد اشرف غني او د نوموړي له دوو مرستیالانو سربېره د ملي مصالحې عالي شورا رئیس او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن په خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي، د ښاغلي خلیلزاد په مشرۍ دوه غونډې مو چې له امریکايي پلاوي سره درلودې، د سولې بهیر د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او دا چې څه ډول د ټولو افغانانو رښتینې اراده د سولې په بهیر کې تمثیل شي، خبرې وکړې.
د ښاغلي صالح په خبره، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام اساسي قانون دی چې مستقیم د خلکو په رایو جوړ شوی، هېڅوک د اساسي قانون د لغوه او باطل کولو صلاحیت نه‌لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.