افغان امنیتي ځواکونو د غزني خواجه عمري ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله

 

تاند- افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني خواجه عمري ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته ونیوله.

دا ولسوالي کابو یو کال پخوا وسله والو طالبانو نیولې وه.

د افغانستان دفاع وزارت نن /جمعه/ وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو خواجه عمري ولسوالي له طالبانو تصفیه کړې ده.

دفاع وزارت همداراز ویلي چې دا ولسوالي له کابو یو کال راهیسې د طالبانو په کنټرول کې وه.

پرون د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د طالبانو ترکنټرول لاندې ټولې ولسوالۍ تصفیه او د دولت تر کنټرول لاندې راولي.

ده ونه ویل چې په څومره موده کې به ټولې سیمې د طالبانو له کنټروله وباسي.

تر خواجه عمري مخکې امنیتي ځواکونو د غزني ګیرو ولسوالي هم له طالبانو بېرته نیولې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.