افغاني توکي په ۹ لاریو کې سبا پنجشنبه د لاجوردو په تاریخي لار ترکيې ته ځي

دآزادی راډیو

افغانستان له مودو وروسته یو ځل بیا سبا پنجشنبه د لاجوردو له تاریخي لارې د صادراتو لړۍ پيلوي.

له اوږده انتظار وروسته بالاخره افغاني توکي په ۹ لاریو موټرو کې د لاجوردو په تاریخي لار د ترکيې په لوري خوځېږي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، ټاکل شوې چې د لاجوردو لار د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر غني له خوا رسماً په هرات ولایت کې پرانيستل شي چې ورسره به افغانستان یو ځل بیا په سیمه کې خپل تاریخي موقعيت تر لاسه کړي.

ښاغلي مرتضوي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، دا له یوې لارې د سوداګرۍ او له یوه هېواده د خلاصون په برخه کې مهم ګام دی.
ده وویل:

“مونږ د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د یوه مهم پرمختګ او پروګرام شاهدان یوو، د لاجوردو لار د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر له خوا په ځانګړو مراسمو په هرات کې پرانيستل کېږي او د لاجوردو لارې له پرانيستې سره په سیمه کې د افغانستان تاریخي موقعیت په دې برخه کې بیا را ژوندی کېږي.”

د لاجوردو لار چې په تېرو وختونو کې يې ورته د ورېښمو لار هم ویله، د افغانستان له هراته د ترکمنستان ترکمن باشي بندر ته چې کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږي، له کسپینه بیا اذربایجان او جورجیا هېوادونو ته، له دې ځایه بیا د ترکیې له لارې ازادو اوبو سره نښلي.

افغانستان کولای شي چې له دې لارې په اسانۍ سره اروپايي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.

افغان تاریخ پوهان له ډلې يې حسن خان حسن په دې باور دی چې دغه لار هغه تاریخي بهیر دی چې څه باندې دوه زره کاله پخوا د بدخشان لاجورد له دې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته صادرېدل.

افغان حکومت په دې باور دی چې د لاجوردو له لارې به سوداګري ارزانه او اسانه شي، افغان محصولاتو ته به لا ډېر بازارونه پرانيستل شي، د افغانستان ټرانزیټي عواید به ورسره لوړ شي او د لارې په اوږدو کې به يې د سوداګرۍ په برخه کې ملګري ډېر شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، د لاجوردو لار د پورته ګټو تر څنګ نور سیاسي او امنیتي اړخونه هم لري.

له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د بدیلو لارو پرانيستل د افغانستان د اقتصادي ودې یوه مهمه برخه ده.

د دغې خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت په دې اړه وايي:
​”د لاجوردو لار یوه ډېره مهمه لار ده، دا لار په ډاډمن شکل په کمه موده او کم وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا، د افغانستان د صادراتي مالونو په لېږد کې ډېر مهم رول لوبوي، د صادراتو د ډېرېدو او په یوه تولیدي هېواد د افغانستان د بدلېدو لپاره د همداسې اقداماتو اړتیا ده.”

له دې سره د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، له دې لارې په مالونو بار افغان موټر تر ترکيې ځي او له هغه لوري به هم د وارداتي مالونو سره ډک راستنېږي.

د یاد وزارت مرستیال امام محمد وریماچ دغې خبري غونډې ته وویل، یوازې له دوی سره راجستر شرکتونه کولای شيچې له دې لارې تګ راتګ وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.