افغانو جینکو د روباټ په مسابقې کې د سپینو زرو میډال وگټو

 

دامریکا غږ

د فرسټ گلوبل د روباټونو په نړیوالې مسابقې کې د افغانستان ټیم د سپینو زرو میډال وگټو.

پرون د سه شنبې په ورځ د امریکا په واشنگټن ډي سي ښار کې د روباټونو په مسابقې کې د افغانستان ټیم چې د شپږو جینکو ټیم و، د جرات او زړه وړتیا په برخه کې د سرو زرو میډال وگاټه.

د روباټونو دغه نړیواله مسابقه چې درې ورځې یې دوام وکړ، پرون د سه شنبې په ورځ ختمه شوه.

د افغانستان لوبډله په دغې مسابقې کې په ١٠٣ لمبر راغله. د افغانستان د ټیم روباټ په ٦٩ لمبر و خو د یو تخنیکې ستونزې له کبله ١٠٣ لمیر ته راښکته شو.

لیدا عزیزي چې په دغه مسابقې کې یې برخه واخیسته، امریکا غږ ته وویل چې “دا مهمه نه ده چې مونږ یې وگټو، زمونږ لپاره مهمه دا ده چې زمونږ د ملک د افغانستان نوم وځلیدو او چې مونږ بیرته لاړ شو نو خپله ټیکنالوجې په هم ښه کړو.”
یاسمین یاسین زاده امریکا غږ ته وویل چې هغې د دغې مسابقې نه ډیره زدهکړه وکړه. یاسمین زیاته کړه “ما دا هم زده کړو چې کله مشکل پیښ شي نو د ټیم په توگه کار څومره گټه لري. په دی برسیره په امریکا کې مې د سائنس او ټیکنالوجۍ په هکله معلومات ترلاسه کړل”

د افغانستان د ټیم غړې د مسابقې نه یواځې دوه ورځې مخکې امریکا ته رارسیدلې دي او بیخې زیاتې ستړې ستومانه وې خو بیا یې هم کوښښ کاوه چې د هر چا سره په خندانه څیره خبرې وکړي.

د غونډې ځینې مهم ټکي

د جایزو د ورکولو په سر کې د فرسټ گلوبل مشر وینا وکړه او برخه اخیستونکې محصلین یې وستایل.

د دغې غونډې بل ویناوال د نړیوال بانک مشر جم یون کیم و، هغه په خپله وینا کې د ټیکنالوجۍ سره د ځوانانو مینه وستایله او هغوې یې وهڅول چې په ټیکنالوجۍ کې انکشافاتو ته مخه کړي. هغه وویل چې ټیکنالوجي د راتلونکي وخت لپاره د ترټولو مهمه برخه ده ځکه چې دا د نوي کارونو فرصتونه پیدا کوي او غریبي ختموي.

کیم زیاته کړه ” په ١٩٩٢ کال کې د نړۍ نیمایي نفوسو په غریبۍ کې ژوند کاوه او اوس د ټیکنالوجۍ د برکته یواځې لس فیصده خلک په غریبۍ کې ژوند کوي. نو ځکه زه غواړم چې ځوانان ټیکنالوجۍ ته مخه کړي.”
د روباټونو د مسابقې خاص خبره — د افغانستان ټیم

د روباټونو په دغه مسابقې کې د ١٦٢ ملکونو زده کونکو برخه اخیستې وه، چې پکې د جنگ ځبلي ملکونو لکه د سوریې، مصر، یمن او عراق ټیمونه شامل و خو په دی مسابقې کې زیاتره پام د افغانستان لوبډلې ته وشو چې علت یې هغوې ته د ویزو نه ورکول و. د افغانستان ټیم ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سپارښتنې نه وروسته امریکا ته د راتگ اجازه ورکړل شوه.

د ١٦٢ ملکونو نه زده کونکو د روباټونو په مسابقې کې برخه واخیسته
د ١٦٢ ملکونو نه زده کونکو د روباټونو په مسابقې کې برخه واخیسته
په دغې مسابقې کې یوې رضاکارې څارونکې روبن نیډل امریکا غږ ته وویل چې هغه درې ورځې دلته د افغانستان د لوبډلې سره د دی لپاره ولاړه وه چې د مطبوعاتو نه یې وساتي.

هغې وویل چې د افغانستان په ټیم پسې د مرکو لپاره د مطبوعاتو زیات شمیر کسان راغلي دي. او هغوې د هر چا سره خبرې کوي. “مونږ ډیر خپه و چې ولې دې جینکو ته د امریکا د راتگ اجازه دومره ناوخته ورکړې شوه، خو اوس چې د دی جینکو حوصلې ته گورمه نو حیرانیږمه. دا زړهورې جینکۍ دي چې بیخې یې حوصله نه ده بایللی.”
په دغې مسابقې کې د اوروپا ټیم د ۴۴٣ لمبرو په گټلو لومړې مقام گټلی د پولینډ ټیم دوهم او د اسرایل ټیم دریم لمبر راغلي دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ټیم په ١٥٥ لبمر راغله.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.