افغانستان ۱۰ تنه چینايي جاسوسان له خپلې خاورې وایستل

 

تاند(سې شنبه، د جدې ۱۵) امریکايي رسنۍ وايي، د افغانستان حکومت له خپلې خاورې ۱۰ چینايي جاسوسان ایستلي دي.

د انټیل نیوز د راپور له مخې، د افغانستان حکومت دا لس تنه تېره میاشت نیولي وو او په تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې هغوی له طالبانو سره ارتباط لري.

د دغو کسانو له نیول کېدو سره هممهاله امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې امریکا ته څرګنده شوې چې چین په افغانستان کې پر امریکایانو د حملو لپاره وسله والو طالبانو ته د جایزې په توګه پیسې ورکړي دي.

په دې باب له سپینې ماڼۍ سره په وروستیو ورځو کې د امریکا استخباراتي چارواکو خپل معلومات شریک کړل.

ګڼو هندي رسنیو تېره میاشت ویلي و چې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د دسمبر په لسمه په کابل کې ۱۰ چینايان د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د هغوی په منځ کې یوه ښځه هم شامله ده او باور کېږي چې د چین د دولتي امنیتي ادارې (NSS) لپاره کار کوي چې د چین د استخباراتو اصلي اداره ده.

راپور وايي چې دا لس تنه د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له افغانستان څخه اخراج کړل شول.

رسنۍ وايي، د دغو لس تنو په منځ کې لږترلږه ۲ تنو یې له حقاني شبکې سره اړیکې لرلې. هندي رسنیو د دغو دوو تنو نومونه (Li Yangyang) او (Sha Hung) ښودلي دي.

له بلې خوا انټیل نیوز امریکايي رسنۍ وايي چې دا لس تنه لږ مخکې تر دې په افغانستان کې ونیول شول چې د امریکا استخباراتو په افغانستان کې د امریکا پر ضد له طالبانو سره د همکارۍ په باب د چین د فعالیتونو په اړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته معلومات ورکړل.

د امریکا استخباراتي ادارو ولسمشر ټرمپ ته وویل چې چینايي جاسوسانو افغان طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په بدل کې د پیسو وړاندیز کړی دی.

په کابل کې د هغو دیپلوماتانو په وینا چې د دې موضوع په اړه یې معلومات لرل، چینايي جاسوسان له ۲۳ ورځو توقیفه وروسته خوشي شول.

ویل شوي چې دا کسان د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په امر وروسته له دې خوشي شول چې د چین له چارواکو سره یې مستقیمې خبرې وکړې.

TAGSچینايي جاسوسان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.