افغانستان کې د ناټو حضور په شرایطو پورې تړلی دی ـ سټولټنبرګ

دامریکا غږ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي په افغانستان کې د ناټو حضور په شرایطو په پوري تړلی دی.

نوموړي پر خپل ټیویټر لیکلي چې پرون دوشنبه جنورۍ ۱۸( مرغومې ۲۹) یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې بهیر په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

سټولټنبرګ زیاته کړې چې د افغان سولې په اړه د ناټو دریځ تغیر نه دی کړی او په دغه هیواد کې د دوی (ناټو) حضور په شرایطو پورې تړلی دی.

د ناټو سرمنشي یوځل بیا پر خپلې تیرې ژمنې په تاکید سره ویلي چې ناټو به د افغان سرتیرو ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو دغه هیواد یو ځل بیا د هغه په خبره د نړیوالو تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نشي.
د افغانستان جمهوري ریاست هم یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه ټیلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سولې پروسې او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو د دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

ارګ وايي، د ناټو سرمنشي ویلي چې ناټو به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ناټو پر داسې مهال له افغانستان څخه پر خپل ملاتړ ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالاتو روانه اونۍ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو کمولو خبر ورکړ.

سپینې ماڼۍ د تیرې جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ له خولې خبر ورکړ چې په تېرو ۱۹ کلونو کې په لومړي ځل افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېر تر ټولو ټېټې اندازې ته راښکته شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د سرتېرو کمول دا ښکاره کوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.

د ناټو سرمنشي پر داسې مهال په افغانستان کې د ناټو سرتیرو حضور په شرایطو پوري تړلی بولي چې د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د چارواکو په وینا په دغه هیواد کې جګړو، ماین چاودنو او هدفي بریدونو زور اخیستی دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.