افغانستان د پاکستان پر وروستیو حملو احتجاج وکړ

 

 

تاند- په کابل کې د پاکستان سفیر نن /شنبه/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو څو د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ د وروستیو حملو په وړاندې اعتراض ورته څرګند شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د پاکستان له سفیر ابرارحسین څخه پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني پوځیانو د حملو په اړه توضیح وغوښته.

پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې لږترلږه ۲ تنه شهیدان شوي، یو شمېر ټپیان شوي او په سلګونو کورونه کډه کولو ته اړ شوي دي.

ښاغلي کرزي د پاکستان سفیر ته وویل چې په خپله خاوره کې د مېشتو تروریستانو خلاف، چې افغانستان ته اوړي، اقدام وکړي.

ده د پاکستان له لوري په یو اړخیز ډول د تورخم او چمن د لارو پر بندېدو هم اندېښنه ښکاره کړه

پاکستان د سند ایالت د لال شهباز قلندر د زیارت له انتحاري حملې وروسته لومړی د تورحم او وروسته د چمن لاره بنده کړه.

همداراز یې د ننګرهار او کونړ پر سرحدي ولسوالیو د درنو وسلو ړندې حملې وکړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.