افغانستان د فساد پر ضد مبارزه کې ۱۷۳ م مقام خپل کړ

 

تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: د روڼتیا د څار نړیوال سازمان د د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د فساد بر ضد مبارزه کې د شپاړسو امتیازونو په ګټلو له ۱۷۲ مقام څخه ۱۷۳ م مقام ته ولويد.

د روڼتیا نړیوال سازمان هر کال په ۱۸۰ هیوادونو کې د فساد پر ضد د مبارزې ارزونه اعلانوي چې افغانستان په کې دا ځل د تېر کال په پرتله یو درجه سست او پڅ ښودل شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د روڼتیا څار سازمان مشر نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ملي یووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پر ضد مبارزه کې وخت ضایع کړی دی او کومه مؤثره برنامه یې د فساد د جرړو له منځه وړلو لپاره نه ده پلې کړې.

سید اکرام افضلي وايي، په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزه کوونکې ادارې خپلواکې نه دي بلکې سلیقوي عمل کوي: (( همدا اوس د فساد پر ضد عدلي او قضايي مرکز د لویو دولتي چارواکو دوسیې نه څېړي او عادي کسان رانیسي.))

د ښاغلي افضلي په خبره د فساد شتون افغان حکومت له خپلو خلکو لرې کړی دی خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې څارونکې اداره سیګار بیا د فساد پر ضد ولسمشر غني اقدامات مؤثر بولي خو وايي، دا لړۍ بایددوام وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.