افغانستان د دخانیاتو د مخنیوي لپاره د هلوځلو په خاطر نړیواله جایزه وګټله

 

 

تاند- افغانستان د نړۍ د ۲۴ هیوادونو په منځ کې د دخانیاتو د مخنیوي لپاره د هلوځلو په خاطر د روغتیا د نړیوالې ادارې جایزه وګټله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوالې ادارې وویل، افغانستان د دخانیاتو د محدودولو لپاره ښې هڅې کړي ځکه د مدیترانې د ختیځې حوزې د ۲۴ هیوادونو په منځ کې د تنباکو د مخنیوي د نړیوالې ورځې د سږنۍ مستحق وګڼل شو.

د ۲۰۱۰ کال له سروې سره سم، په سلو کې ۳۵ افغانان (لویانو)، په سلو کې ۱۶ د ۱۳ او ۱۵ کلونو ترمنځ زلمکي لږترلږه یو ځل تنباکو (سیګرېټ او چلم) استعمال کړي او په سلو کې ۴۰ نورو د تنباکو د استعمالوونکو له لوګیو زیان لیدلی دی.

خو افغانستان ته جایزه په دې خاطر ورکړای شوې چې د دخانیاتو او تنباکو د کنټرول د قانون د اجرا لپاره یې کمیسیون جوړ کړی، د سیګریټو ګمرکي محصول یا مالیه یې دوه برابره کړې، په رستورانونو، دولتی او غیر دولتي ادارو کې یې د سیګرېټ او چلم د بندیز پوسترونه یې نصب کړي، د دخانیاتو اعلانونه (اشتهارونه) یې منع کړي او د تنباکو د زیانونو په اړه یط تبلیغات کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.