افغانستان د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر څرګندونو غبرګون وښود

 

تاند- وروسته له دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې وویل چې طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري، د افغانستان د حکومت څو غړیو پرې انتقاد وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څرګندونې د دیپلوماتیکو نورمونو خلاف وبللې.

ښاغلي زمان ویلي«د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نظام په جوړښت کې د وسله والو ډلو د شاملولو د تجویز په ګډون د هیواد په نظام کې د بدلون په اړه هر ډول وړاندیز د ټولو دیپلوماتیکو موازینو خلاف او د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ګڼل کېږي.»

ده همداراز ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف د جنورۍ په ۹ مه د هند له این ډي ټي وي سره په مرکه کې له طالبانو سره د خپل هیواد د غیررسمي او استخباراتي اړیکو او رسمي خبرو په باب خبرې وکړې. د افغانستان د باندنیو چارو وزارت باور لري چې له طالبانو سره د دولتونو د تعاملاتو له چوکاټه دباندې هر ډول اړیکې د دوو هیوادونو د اړیکو د کمزورتیا سبب کېږي.

ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هند د سفر په لړ کې په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري.

ده همداراز ویلي چې د ایران د هغو سرحدي سیمو د امنیت لپاره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، له دې ډلې سره استخباراتي ارتباطات لري.

ظریف ویلي«فکر کوم چې ناممکنه به وي چې د طالبانو له نقش پرته دې افغانستان ولرلی شو. موږ په عین حال کې باور لرو چې طالبانو ته باید په افغانستان کې ډېر برجسته رول هم ورنه کړای شي.»

ظریف د دې تر څنګ چې د افغانستان په راتلونکې کې طالبانو ته رول غوښتی؛ ویلي چې دا مسله په افغانانو پورې اړه لري چې طالبانو ته څه رول ورکوي، خو د افغانستان ګاونډیان نه غواړي چې طالبان بشپړ کنترول ولري.

ده زیاته کړه«په سمیه کې هیڅوک په دې باور نه لري چې د طالبانو د واک لاندې افغانستان د سیمې د امنیت په ګټه دی. زه په دې باور یم چې پر دې موضوع اجماع شته.»

د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر څرګندونو غبرګون ښکاره کړی او هغه یې د افغانستان په چارو کې د ایران مداخله بللې ده.

ایران او پاکستان سره له دې چې د افغانستان د کمزوره کولو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي، نه غواړي چې په افغانستان کې قوي حکومت رامنځته شي ځکه دوی نه د طالبانو واکمني غواړي او نه له طالبانو پرته بل غښتلی حکومت.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.