اشرف غني: که طالبان افغانان وي باید خپل واک ګاونډیانو ته ورنه‌کړي

 

دآزادی راډیو

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان افغانان وي باید خپل واک ګاونډیو هېوادونو ته ورنه کړي او د سولې لپاره بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

ښاغلي غني وویل چې دا ډله «طالبان» دې له هغو هېوادونو سره اړیکې پرې کړي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

ده تروریستان د لستوڼي له مار سره تشبه کړل او ويې ویل چې که پاکستان د تروریستانو ساتلو ته د پای ټکی کېنږدي دغه هېواد ته به ښه پیغام ونه لري.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۷» يې د سولې اړوند د ځوانانو، مدني ټولنو او ښځو مشورتي غونډې ته خبرې کولې له طالبانو وغوښتل چې د سولې لار غوره کړي.
نوموړي زیاته کړه:

“زه پر طالبانو باندې غږ کوم چې راشی بین الافغاني مذاکرات وکړو، که افغان یې اختیار مو ګاونډي هېواد ته مه ورکوی، که اختیار دوی ته ورکوئ ایاد دوی غواړي چې په دې هېواد کې سوله راشي، غواړم ووایم د لستوڼي مار هغه څوک چیچي چې مار یې په لستوڼي کې وي او له ترورېزم څخه ملاتړ د لستوڼي د مار په څېر دی.”

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه څوک چې افغانستان ته د وحشت خپرولو لپاره راځي و به وژل شي.

زه پر طالبانو باندې غږ کوم چې راشی بین الافغاني مذاکرات وکړو
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې په ترکیه کې د طالبانو د پنځو غړیو او د ولسمشر اشرف غني د دوو سالاکارانو تر منځ د سولې د غیر رسمي خبرو راپورونه خپاره شول چې وروسته بیا دواړو لورو رد کړل.

له دې سره چې د سولې خبرې د څو کالونو راهیسې په ټپه ولاړې دي د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس له دې یوه ورځ مخکې خوشبیني څرګنده کړه چې د دولت د وسله والو مخالفینو سره غیر رسمي خبرې روانې دي.

خو هغه څه چې ولسمشر محمد اشرف غني ورته اشاره کوي د سولې په وړاندې د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د پاکستان لاس دی هغه هېواد چې په دې وروستیو کې تروریستانو ته د خوندي پټنځایونو د ورکولو په تړاو د نړیوالې ټولنې او امریکا تر فشارونو لاندې هم دی.

په روانه اوونۍ کې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي د سفر پر مهال هم پر اسلام اباد د فشارونو پر زیاتېدو ټينګار وشو او دې پلاوي په افغانستان کې د ثبات د ټیګېدو ژمنه وکړه.

له دې ټولو سره د سیاسي چارو کارپوه ناصر شفیق وايي، دا وخت چې نړیواله ټولنه د تروریستي ډلو پر وړاندې د قاطعیت خبره کوي که طالبان د ترویستي ډلو د ملاتړو څخه ځانونه بېل نه کړي د دې ډلې لپاره به ښې نتیجې ونه لري.

نوموړي زیاته کړه:

“د جګړې دواړه لوري که افغان حکومت دی او یا وسله وال مخالفین په ځانګړي ډول د طالبانو ډلګۍ چې ګاونډي هېوادونه یې ملاتړ کوي که چېرې د اوسنیو نازکو شرایطو په نه درک کولو سره خپلو جګړو ته دوام ورکړي حالت به د تاریخ د بې رحمه څپېړو لاندې راشي، نو ځکه اړینه ده، دا غږ چې د ټول افغان ولس ده په کار ده چې طالبان هم ځان له خپلو ملاتړو راوباسي.”

په کار ده چې طالبان هم ځان له خپلو ملاتړو راوباسي
د دې تر څنګ د سولې په اړه د ځوانانو، ښځو او مدني ټولنو د مشورتي کنفرانس یو شمېر ګډون والو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان نامشروع لاسوهنې بندې کړي.

دوی له طالبانو هم وغوښتل چې نور تاوتریخوالي ته نه ووايي او د جګړې پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.