اسیايي پرمختیايي بانک له ازبکستانه افغانستان ته د برښنا د لېږد لپاره ۷۰ ملیون ډالره مرسته وکړه

 

تاند- اسیايي پرمختیايي بانک له ازبکستان څخه افغانستان ته د برښنا د انتقال لپاره د ۷۰ ملیون ډالره مرستې ژمنه وکړه.

د دواړو خواوو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې پر اساس به پر دغو پیسو د ازبکستان له سورخان سیمې څخه د افغانستان د بغلان ولایت پلخمري ته شاوخوا ۱۰۰۰ میکاواټه برښنا ولېږدول شي.

د افغانستان حکومت پر ازبکستان سربېره له ایران، ترکمنستان او تاجکستان څخه هم برښنا واردوي او همداراز هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو برښنا پاکستان ته صادر کړي.

د دې ترڅنګ د افغانستان حکومت د اوبو پر څه باندې ۲۰ برښناکوټونو او یو شمېر لمریزو برښناکوټونو کار کوي.

په هرات، کندهار او ننګرهار کې د شاوخوا ۱۰۰ میکاواټه لمریزې برښنا تولید به په څو میاشتو کې ممکن شي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.