اسټرالیا د خپلو ۱۰ ځانګړو ځواکونو دندې پای ته رسولي

دآزادی راډیو

اسټرالیا خپلو ځانګړو ځواکونو کې لږ تر لږه د لسو کسانو دندې پای ته رسولي دي، دې اسټرالیايي سرتېرو ته د پنجشنبې په ورځ له دندو څخه د لېرې کېدو دا لیکونه وروسته له هغې استول کېږي چې د اسټرالیا د دولت په خپلو څېړنو کې څرګنده شوه، په افغانستان کې یې ځانګړو ځواکونو بشري جنایات کړي او لږ تر لږه ۳۷ افغانان یې چې ملکیان او بندیان په کې شامل دي په ناقانونه توګه وژلي دي.

په دې وژنو کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو ۱۹ سرتیري ښکېل بلل شوي وو.

په دې اړه د څیړنو راپور چې د اسټرالیا د دفاعي مفتش له خوا ټاکل شوي قاضي خپور کړی و، په کې د دې ۱۹ کسانو هویت نه و په ډاګه شوی، خو دا سرتیري چې ځینې اوس هم پوځ کې دي او ځینې پخواني سرتیري دي، ممکنه عدلي او قضايي تعقیب ته معرفي شوي.

د ‘اې.بي.سي’ ټلوېزيون ویلي، دم ګړۍ لس اسټرالیايي سرتېرو ته د دوی د دندو د پای ته رسېدو په اړه رسمي لیکونه استول شوي دي.
دې ټلوېزیوني شبکې چې په افغانستان کې د اسټرالیايي سرتېرو په بشري سرغړاویو له اوږدې مودې راهېسې راپورونه خپروي، له دندو د لېرې شوېو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو دا یې ویلي چې دا لس واړه یا شاهدان او یا په ترسره شویو ناقانونه کړنو کې مرستندویان وو او هغه ۱۹ اسټرالیايي سرتیري نه دي چې په بشري سرغړایو کې په مستقیمه توګه د لاس لرلو له کبله له جرمي تورونو سره مخ دي.

د اسټرالیا د دفاع وزارت تراوسه، له دندو څخه د دې لس سرتیرو د لېرې کېدو په اړه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې د اسټرالیا د دفاع وزیرې لېنډا رینولډز د جمعې په ورځ ویلي و، له کله نه یې چې افغانستان کې د خپل پوځ د جنګي جرمونو راپور کتلی، روغتیایي وضعیت یې خراب شوی دی، هغې ټینګار وکړ چې اسټرالیا به افغانستان کې د شویو دې جرمونو په اړه رڼې او صادقانه څېړنې وکړي.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز انګیس کمبیل هم په افغانستان کې د خپلو سرتیرو کړنې شرم وړ بللې وې، له افغانانو یې بښنه غوښتي وه او په دې برخه کې یې د عدالت د پلي کیدو ژمنه کړې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.