استرالیا او نیوزیلنډ خپل بیرغونه د ۴۹ مسلمانانو د شهادت په ویر نیم ځوړند حالت ته راټيټ کړل

 

تاند – نیوزیلنډ او استرالیا خپل ملي بیرغونه په نیوزیلنډ کې په دوه جوماتونو د ترهګریزو بریدونو په پایله کې د ۴۹ مسلمانانو د شهادت په ویر کې نیم ځوړند حالت ته راټیټ کړل.

د اسلامي کانفرانس سازمان عمومي منشي، یوسف بن احمد العثیمین په نیوزیلنډ کې د تېرې جمعې په ورځ /د مارچ ۱۵مه/ په دوه جوماتونو ترهګریز بریدونه وغندل او له نیوزیلنډ څخه یې وغوښتل چې پېښه دې تعقیب کړي.

ډاکتر العثیمین په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغو بریدونو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مسلمانانو احساسات ټپي کړي او دا کار یې د کرکې او نه زغم عملونه بللي دي.
د استرالیا بیرغ په نیمه ځوړند حالت کې

د برتانیا ملکې الیزابت ۲ هم د نیوزیلنډ په پېښه غمرازي ښودلې او ویلي دي چې هغه له ټولو نیوزیلنډانو سره په دې برخه کې خواخوږي څرګندوي. ملکه ایلیزابت ۲ په برتانیا سربېره په نیوزیلنډ، استرالیا، کاناډا او د کامنولت په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د هغو د اوسېدونکو ملکه بلل کیږي.‌

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې چې سخته خفه ښکارېده د جمعې د ورځې په بریدونو سخته خواشیني وښودله او په یوه بیان کې یې وویل چې دغه برید یو ترهګریز برید وو او عاملان یې نه په نیوزیلنډ کې ځای لري او نه په نوره نړۍ کې.

لومړۍ وزیرې جاسیدا اردیرن وویل چې هغه څوک چې بریدونه پرې شوي هغه زمونږ خلک دي او چا چې دا بریدونه کړي هغوی مونږ پورې تړاو نه لري. هغې ژمنه وکړه چې دا پېښه به بې تعقیبه پرېنږدي.

د نیوزیلنډ او استرالیا بیرغونه، د جمعې د ورځې د ترهګریزو بریدونو له امله چې ۴۹ مسلمانان په کې شهیدان شول، نیم ځوړند حالت ته راکوز شوي دي.‌

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن چې د هېواد یوه وګړي یې په دغو بریدونو کې لاس درلود د نیوزیلنډ په جوماتونو بریدونه ترهګریز بریدونه وبلل او ویې ویل چې نوموړی به په دې برخه کې چوپ پاتې نشي.
استرالیایي ترهګر برینټون ترنت

سکاټ موریسن وویل، هغه وحشي بریدګر چې د نیوزلنډ په جومات کې یې عبادت کوونکي ووژل یو سپین پوستی ښی لاسی ترهګر دی چې استرالیایي تابعیت لري.‌

استرالیایي ترهګر برینټون ترنت چې په جوماتونو باندې بریدونو کې یې لوی لاس درلود او دغه بریدونه یې مېله بللې وه ویلي چې له ناروېژي ترهګر اندرس بریویک نه یې الهام اخیستی دی او غواړي چې د کډوالو په جامه کې د تجاوز کوونکو مخه ونیسي او د خپلو هېوادونو راتلونکی خوندي کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.