دآزادی راډیو
افغان ولسمشر محمداشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو ورځني رسمي سفر نن د دوشنبې په سهار د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد ته ولاړ.
سیمهيیزه او دوه اړخیزه همکاري، له ترورېزم سره مبارزه او د اقتصادي اړېکو پراختیا د افغانستان او ترکمنستان د حکومتونو د مشرانو تر منځ د بحث اساسي مسأیل جوړوي.
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو ورځني رسمي سفر د دوشنبې په سهار د عشقاباد په لور روان شوی دی.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:
“له شک پرته پهدې سفر کې به په سیاسي مسأیلو، سیمهيیزې همکارۍ، له ترورېزم سره پر مبارزې خبرې وشي، عمدتاُ سفرونه سیاسي او اقتصادي جنبه لري، خو د دغه سفر هدف تر ډېره هغه مسأیل دي چې ورته اشاره وشوه.”
نوموړي وویل چې د دغه سفر پر مهال به د غالیو د صنعت، د برېښنا د مزو د انتقال، د پوهنتونونو تر منځ همکارۍ، د دواړو هېوادونو تر منځ د نړیوالو ټرانسپورټي اړېکو، ګمرکي همکاریو او د تورغونډۍ-اسعدآباد د اوسپنې پټلۍ د اساسي ترمیم څو بېلابېل هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.
افغانستان او ترکمنستان نېږدې ۸۰۰ کیلو مټره ګډه پوله لري او دا مهال په افغانستان کې د ترکمنستان د پانګونې او سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د برېښنا د مزو غځول، د ګازو، غذايي موادو، قیمتي ډبرو انتقال، د کالیو ترانزيټ او په بېلابېلو برخو کې همکاري د دواړو هېوادونو تر منځ له مهمو تعاملاتو څخه دي.
افغانستان په داسې حال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي چې له ګاوندي هېواد پاکستان سره یې دغه اړیکې پخوانۍ نهدي پاتې.
د اقتصادي چارو کار پوه سیفالدین سیحون وايي، له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړېکې د هېواد د اقصادي پیاوړتیا په برخه کې ډېرې مهمې دي.
ښاغلي سیحون وویل:
“د صادراتو او وارداتو لپاره سیمهییزې او ترانزیټي همکارۍ او ورته د بدیلو لارو پیدا کول، پاکستان دېته اړ کوي چې د خپلو ګټو لپاره بالاخره د افغانستان سوداګرۍ ته فرصتونه برابر کړي.”
ښاغلي سیحون دغه شان له ترکمنستان سره د اړېکو پراختیا د افغانستان په ګټه ګڼي او وايي، نوموړی هېواد به کله هم د افغانستان په سیاسي چارو کې مداخله ونهکړي.
دی ټينګار کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړېکو پراختیا به دغه هېواد په یوه ترانزیټي څلور لاري بدل کړي.
نظرات بسته شده است.