ارګ: ولسمشر به ډېر ژر د غوراوي کمېټې له لوري د ۳ پېژندل شویو نه یو معرفي کړي
دآزادی راډیو
وروسته له هغې چې د انتخاباتو لپاره د غړو د معرفي کولو د غوراوي کمېټې درې تنه نوماندان معرفي کړل جمهوري ریاست که څه هم دقیقه نېټه نهښايي خو وايي، ولسمشر به ډېر ژر د دې درې کسانو له ډلې یو يې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړي په توګه وټاکي.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې سید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادر ځاځي وطن دوست درې هغه نوماندان دي چې د دې کمېټې له لوري د پنجشنبې په ورځ ناوخته ولسمشر ته معرفي شول.
ښاغلي ازاد وویل:
“حکومت به ډېر ژر د خپلې ژمنې له مخې یو کس د افغانستان ملت ته اعلان کړي او جمهور رئیس به له درې واړو معرفي شویو نوماندانو سره مرکې وکړي او لهمنځه به يې یو کس ډېر ژر د انتخاباتو کمېسیون غړیتوب ته معرفي شي.”
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د پخواني رئیس نجیبالله احمدزي له لېرې کېدو وروسته د روان لمریزکال د جدي په اوومه ولسمشر محمد اشرف غني د غوراوي کمېټه وټاکله، تر څو د کمېسیون لپاره یو بل غړی ورمعرفي کړي.
هغه کسان چې د غوراوي کمېټې له لوري معرفي شوي باتجربه کسان دي.
راپورونه وايي، یادې کمېټې ته د کار له پیله نېږدې ۸۸ کسانو خپل اسناد سپارلي وو چې د اسنادو له ارزیابي کولو او ازموینو اخېستو وروسته يې ترې درې تنه ولسمشر ته معرفي کړل.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ۱۳۹۷لمریز کال د سرطان ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.
له بلهخوا د انتخاباتو لپاره مدني ټولنې شبکه یا اکسین د انتخاباتو د غوراوي کمېتې کار د انتخاباتو د قانون خلاف بللې او ویلي دي، هر کس چې د دې کمېټې لهخوا معرفي کېږي قانوني مشروعیت نهلري او کارونه به يې د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون منفي تاثیرات ولري.
د دې شبکې رئیس جانداد سپینغر ازادي راډيو ته وویل:
“د انتخاباتو د قانون له مخې د غوراوي کمېټې کار غیر قانوني دی، موږ دا اندېښنه لرو چې د غوراوي کمېټه چې کوم کس معرفي کوي دا کس هم چې د یوې غیر قانوني پروسې له مخې راځې، نو قانوني مشروعیت به يې ډېر کمزوری وی او دا امکان لري چې د کمېسیون په کارونو ډېر منفي تاثیرات ولري.”
خو افغانستان د مشرانو جرګې یو غړی نثار حارث بیا وايي، هغه کسان چې د غوراوي کمېټې له لوري معرفي شوي باتجربه کسان او مسلکي کسان دي.
ښاغلی حارث وايي، که د دې کسانو په کارونو کې سیاسي، ګوندي او قومي مداخلې ونهشي او هغوی دا پروسه په سمه توګه مدیریت کړي نو راتلونکې انتخابات به په شفاف ډول ترسره شي.
نظرات بسته شده است.